دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 121773
افغان چارواکو او ګڼو رسنیو د طلوع شبکې پرکارکوونکو حمله وغندله

د طلوع تلویزیون د اووکارکوونکو یوځایي وژنه په افغانستان کې پریوې رسنۍ تر ټولو سخت برید دی. تېرماښام دا کسان په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.

دافغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخې ، د طلوع تلویزیون اوموبي په نوم ګروپ نژدې دیرش خبریالان او کارکوونکي له خپلوکارونو دستنیدو په حال کې وو چې د دوی پر موټر د روسیې سفارت ته څيرمه چاودنه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د سفارت کارکوونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل: یو کاسټر موټر د ډوبلې دبرخې روان وو چې یو سراچه کورولا موټر راځي او د تګ پرمهال په عمومي لاره کې پرکاسټرموټر، موټر بم حمله کوي.په دې چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون اووه تنه شهیدان کیږي او پنځه ویشت تنه ټپیان دي.

دطلوع تلویزیون په وینا د ډوبلې د برخې یوه نجلۍ، د ګرافیک د برخې یوه نجلۍ، د ویډیو یو اډیټر، یو فلم اخیستونکی او یو موټروان وژل شوي دي.

تراوسه د دوو نورو وژل شوېو په اړه څه نه دي ویل شوي. په دې پېښه کې پنځه ویشت تنه ټپیان هم دي چې شل یې د طلوع تلویزیوني شبکې غړي دي.

د یوشمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی. تردې برید وروسته یو شمېر رسنیو وویل چې ډير ژر به د طالبانو د خبرونو د خپریدو په اړه پریکړه وکړي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.

ولسمشراشرف غني چې د سویس په سفر دی او هلته یې په نړیوالې اقتصادي غونډې کې برخه اخیستې ده په یوه پیغام کې وویل، هغه کسان چې د افغانستان خلک وژني له هغوی سره به هیڅ راز خبرې ونه شي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله چې تېرما ښام یې په ایمرجنسي روغتون کې د ټپیانو حال واخیست په یوه بیان کې وویل چې د هېواد د رسنیو پر غړو چې په سختو شرایطو کې په ریښتونولۍ خلک له پيښو خبروي، برید کول په حقیقت کې د طالبانو او ترورستانو اصلي څیره په ډاګه کوي چې په هیڅ دیني او مدني ارزښت باور نه لري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq9qwak9xu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته