دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 107670
پاکستان: شيعه ګان نسبي ناکراري د بلې بلا پيل ګڼي
ویل کیږي په پاکستان کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پوځي عملیات په دې بریالي شوي چې په دغه هیواد کې تر ډیره حده د ناکراریو او چاودنو مخه ونیسي.
خلکو له څو میاشتو راپه دې خوا نسبتاً آرام ژوند پیل کړی؛ خو داسې راپورونه هم شته چې په دې هېواد کې شیعه اقلیت دغه کراري د خپلو وګړو په وړاندې د هدفي وژنو یو لوی ګواښ بولي.
د ځینو راپورونو له مخې په پاکستان کې میلیونونه شیعه مسلمانان په دې باور دي چې په هغه هیواد کې د پوځي عملیاتو بریالیتوب، د دوی آسیب پذیري لا ډیره کړې ده او هغه وسله وال مخالفین چې د پوځ په وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکوي، برعکس په ډیره آسانۍ سره کولی شي، شیعه مسلمانان په نښه کړي.
سید ذوالقرنین شا د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د یوه شیعه جومات متولي دی؛ هغه د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې "هر کله چې یوه اوږد ه موده کراري راځي، موږ پوهیږو چې زموږ پر وړاندې یو لوی برید راتلونکی دی."
دغه اقلیت وایي، د ځانونو د ساتنې لپاره نوي امنیتي اقدامات کوي.
په پاکستان کې اکثره وسلوال مخالفین د شیعه مسلمانانو جوماتونه او نور ځانګړي مراسم په نښه کوي.
خو پوځ وایې اوس مخالفین د ډله ایزو فعالیتونو وړتیا نلري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم روانه اونۍ دا خبره رد نکړه چې کیدای شي د شیعه ضد ډلو لخوا ددغه اقلیت په وړاندي بریدونه ډیرشي.
د دغه وزارت لخوا ویل شوي چې کیدای شي؛ د دې کار معنا دا وي چې پر حکومت فشار راوړي تر څو د بندي مخالفینو د اعدام لړۍ ودروي.
په همدې حال کې د پاکستان ځیني سیاسي تحلیلګران په دې باور دي چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پوځي عملیات نه شي کولی؛ ټول ګواښونه له منځه یوسي.
مشتاق یوسفزي آزادي راډیو ته وویل چې د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ ناخوالي له بهرنیو سرچینو لکه سعودي عربستان او ایران له خوا تمویلیږي او د پاکستان حکومت باید دا ستونزه له هغو سرچینو سره د خبرو له لاري حل کړي:
"زما نظر دا دی چې که حکومت هغو هیوادونو ته په کلکه پیغام ورکړي چې په پاکستان کې لاسوهنه کوي؛ دا ډول ګوندونه حمایه کوي، مالي مرسته ورسره کوي او هغوی د یو بل د نظریو خلاف هڅوي؛ نو یقینا په دې ستونزو کې کمی راتلای شي؛ که داسي نه وي نو دا حال به جاري وي."
شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې د وسله والو مخالفینو یو مرکز ګڼل کیږي.
د پاکستان پوځ د جون میاشتي راهیسې په همدې سیمه کې عملیات پیل کړه چې د د دوی په خبره شاوخوا ۲۰۰۰ مخالفین یې وژلي او د هغوی مرکزونه او د اړیکو شبکې یې له منځه وړي دي.
خو له دې سره سره دغه ډلې کله ناکله د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې خونړي بریدونه کوي او تر ډیره شیعه مسلمانان په نښه کوي.
د آلمان خبري آژانس د راپور له مخې د ۲۰۱۵ کال له پیله لږ تر لږه اتیا ۸۰ شیعه مسلمانان په هغو دوو بریدونو کې وژل شوي چې د دوی پر جوماتونو شوي او مسولیت یې طالبانو پر غاړه اخستی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcguu9qzak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته