دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 98787
دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون دامریکا ادعا ګانې تکراروي .

په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامي انقلاب دستر لارښود سلاکار دایران له چارواکو سره له خبرواترو او تحقیق پرته دایران په باره کښې دملګروملتونو دسرمنشي څرګندونې دایران له حکومت سره دمقابلې په معنا وبللې .
دایران د نظام دمصلحت د پیژندنې دټولنې دستراتژیکو تحقیقاتو دمرکز مشر علي اکبر ولایتي دهغه راپور چې دځینو لویدیځو رسنیو له لورې دایران دبشري حقوقو دحالت په باره کښې دملګروملتونو د عمومي منشي بان کي مون دکلني راپور او دهغو تورونو په باره کښې چې هغه په ایران لګولي دي خپور شوی دی  وویل توقع داده چې دملګروملتونو سرمنشي خپلواکه نظر څرګندونې او شخصیت ولري او په امنیت شورا کښې د ځینو نفوذ لرونکو تر اغیز لاندې نه وي .
علي اکبر ولایتي وویل دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون هغه خبرې چې امریکا يې کوي تکراروي او دملګروملتونو له سرمنشي سره دغه خبره ښه نه ښکاري .
په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې سره چې دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون باید واقعیتونه هماغه ډول چې دي کشف کړي او نړیواله ټولنه ترې خبره کړي ټینګار وکړ هغه څه چې بان کي مون یې وايي په حقیقت کښې دامریکا د خارجه وزیر دخبرو تکرارول وو او له هیڅ تحقیق پرته او یوازې دهغو کسانو دنظر پراساس دي چې دایران له اسلامي جمهوریت سره دښمني لري .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcguu9y.ak9774g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته