دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 143373
ترمپ د مسلمانو هېوادونو د ملاتړ غوښتونکی شو
د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ له ولسمشرۍ وروسته سعودي عربستان ته پخپل لومړني بهرني سفر کې د سخت دریځۍ پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د مشرانو د ملاتړ جلبولو په موخه په خپله وینا کې د مسلمانو هېوادونو د ملاتړ غوښتونکی شو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، نوموړي د یکشنبې په ورځ( دغویی ۳۱) د سعودي په ریاض کې د اسلامي او عربي هېوادونو ۵۰ مشرانو ته په وینا کې، د “اسلامي دولت” (داعش) پروړاندې د امریکا د جګړې ملاتړ ته اسلامي هېوادونه وروبلل.
شنونکي وايي، ترمپ ته د داعش پروړاندې مبارزه کې د اسلامي او عربي هېوادونو ملاتړ ډېر مهم دی.
سعودي ته د ترمپ د سفر په لړ کې امریکا له سعودي عربستان سره د ۳۵۰ میلیارد دالرو پر ارزښت د وسلو د راکړې ورکړې تړونونه هم لاسلیک کړل، چې په راتلونکو لس کلونو کې به عملي کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارووزیر ریکس تیلرسن ویلي، غواړي په سیمه کې د ایران “د شر اچوونکي” نفوذ مخنیوی وکړي.
تیلرسن له سعودي سره د لاسلیک شوي تړون په اړه ویلي؛ دا تړون د سعودي عربستان او عربي خلیج په سیمه کې له اوږدمهاله امنیت او خوندیتوب سره همکاري کولی شي.
له دي وړاندې سعودي عربستان د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی و او اوس ویل کیږي، چې وسلوال طالبان د سعودي د یو شمېر شیخانو لخوا مالي مرسته ترلاسه کوي.
https://avapress.com/vdcguw9qwak9tw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته