دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 142770
کابل ښار کې ماین چاودنې دوې مېرمنې وژلي

د کابل امنیتي چارواکي وايي، په کابل ښار کې نن سهار یوې چاودنې دوې مېرمنې وژلې دي. 

د صدای افغان خبری آژانس،  دغه پېښه د اوبو رسونې ریاست اړوند پر یوه موټر کې د ځای پرځای شوي مقناطسیي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. 

په دغه پېښه کې چې په شپاړسمه ناحیه کې د زړو مکرویانو په سیمه کې شوې،دوه ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي میاشتې پر دیارلسمه د کابل ښار نهمه حوزه کې د عامې روغتیا څلور لارې ته نېږدې انتحاري حمله کې اته تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

د پیښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر ځان نه دی منلی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgux9qzak9tu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته