دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 139378
طالبان د افغانستان سولې او ټیګاو ته واقعي ګواښ دی
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبر وویل چې افغانستان له زیاتو ننګونو سره مخ دی او د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د دغه هېواد سولې او ټیګاو ته واقعي ګواښونه دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبر،د دوشنبې په ورځ(کب ۲۳ مه)په یوې خبري ناسته کې وویل چې افغانستان له زیاتو ننګونو سره مخ دی او د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د دغه هېواد سولې او ټیګاو ته واقعي ګواښونه دي.
هغه زیاته کړه چې ناټو نه پرېږدي ترڅو افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو په امن پټن‎ځای بدل شي.
که‎څه هم ناټو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بولي،خو ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د دغه تړون ځواکونه د دې لپاره حضور لري چې دغه هېواد د ترهګرو په امن‎پټن‎ځای بدل نه‎شي.
له بلخوا،د ناټو عمومي منشي ویلي چې له دغو ټولو سره سره اوسنۍ افغانستان هېڅکله له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه مخکې افغانستان سره د پرتلې وړ نه دی.
هغه زیاته کړه:«زه په بشپړه توګه موافق یم چې په افغانستان کې زیاتې ننګونې شته او تراوسه هم طالبان او تاوتریخوالی یو واقعي ګواښ دی او په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرۍ دلې فعالیت لري.نو زه په دغه هېواد کې له ننګونو او ستونزو څخه خبر یم.زه غواړم په دې هم ټینګار وکړم چې موږ له یو بل سره ډېرې لاسته راوړنې هم لرلي دي.»
په همدې حال کې دوه نامتو امریکايي سناټوران جان مکین او ولینسي ګراهام وايي چې طالبانو د روسیې او ایران په همکارۍ په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
جان مکین او ولینسي ګراهام په یوې ګډې مقاله کې چې د واشنګټن پوست په ورځپانه کې خپره شوې ویلي:«طالبانو په وژونکې توګه وده کړې،د خپل نفوذ سیمه یې پراخه کړې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.د رپوټونو پر بنسټ طالبانو د ایران او روسیې په مرسته فعالیت کوي،هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو له ماتې څخه بل څه نه غواړي.»
له دې سره،د ناټو عمومي منشي د افغان امنیتي ځواکونو د لوړې مرګ ژوبلې څخه خبر ورکوي،خو ویلي یې دي چې ډاډ لري افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د باثباته کولو توان لري.
هغه زیاته کړه:«که‎څه هم تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله موږ له افغانستان سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مرستې دوام ته ژمن یوو،خو د دې ترڅنګ د هېواد د کړکېچ د حل لپاره د یوې سیاسي حل لارې لپاره چې د افغانستان ګاونډيان هم په کې شامل دي لکه پاکستان له ټولو هڅو ملاتړ کوو.د داشان یوه ګاونډي ښه اړیکه په سوله‎ییزه توګه د افغانستان د جګړې پای لپاره اهمیت لري.»
ناټو دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۳ زره پوځيان لري او د دغو ځواکونو د زیاتوالي لپاره له پنټاګون سره د ناټو سلامشورې روانې دي.
https://avapress.com/vdcguy9q7ak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته