د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه توکې په یوه بار ورونکې موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د دولت ضد وسله والې ډلې غوښتل له دغو توکو څخه د ماینونو په جوړولو کې کار واخلي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، خبرپاڼه زیاتوي، چې د قضیې په اړه یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده او په دې اړه تحقیقات جریان لري.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله وال طالبان اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي چې د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.