دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 99623
د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه - د اسلامي خلافت گوند په اړه
ځيني گمارل شوې كړۍ دا هڅه كوي چي حزب اسلامي د عراق له خلافت اسلامي گوندسره د سياسي او تنظيمي اړيكو په درلودو تورن كړي، دا په داسي حال كي چي حزب اسلامي له هېواد بهر له هيڅ سياسي گوند سره هيڅ سياسي او تنظيمي اړيكي نه لري، نه له اخوان المسلمين او جماعت اسلامي سره او نه له خلافت اسلامي، القاعده او پاكستاني او افغاني طالبانو سره. ځان ته څرگنده او مشخصه تگلاره لري، هم د كورنيو قضاياوو په اړه او هم د نړۍ والو قضاياوو په اړه، هم د اسلامي نظام او د هغه د قائمولو د څرنگوالي په ارتباط او هم د اسلامي امت ديووالي په ارتباط، حزب اسلامي په داسي حال كي چي د اسلامي امت پر يووالي باور لري، غواړي وسله واله مبارزه ئې د افغانستان په حدودو كي او د يوه
واقعي اسلامي نظام د قائمولو لپاره وي، خو د نړۍ په هر گوټ كي د هر ظالم په خلاف د مظلومانو معنوي او خلاقي ملاتړ كوي. د هري ډلي او هري پېښي په اړه د اسلامي اصولو په رڼا كي عادلانه او پر واقعيتونو ولاړ دريځ غوره كوي، هر هغه عمل غندي چي بې گناه او غيرمحاربو خلكو ته د سر او مال زيان رسوي، كه
دا د بمونو او راكټو د ورولو له كبله وي او كه د انفجاراتو او چاودنو له كبله، او كه تر هر نوم او پوښښ لاندي وي.
حزب اسلامي نه غواړي هېواد او هېوادوال د جگړو په اور كي يوازي پرېږدي او په نورو جبهو كي ځان مصروف كړي، داځكه چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)لومړى په حجاز كي اسلامي حكومت جوړ كړ بيا ئې د روم او فارس د تېريو مقابله وكړه، حزب اسلامي غواړي د ژوند په ټولو ابعادو كي د خپل گران لارښود پيغمبر
په سنت عمل وكړي.
موږ د شوروي ځواكونو د تېري په اوږدو خونړيو كلونو كي خپل جهاد د هېواد په پولو كي محدود وساتو او له پولو آخوا او د نړۍ په بل گوټ كي مو هيڅ وسله وال عكس العمل نه درلود، نه د شوروي اتحاد په خلاف او نه د مسكو د مؤتلفينو په ضد. همداراز د صليبي يرغل په مقابل كي حزب اسلامي پر همدې تگلاري عمل
كړى او خپله مبارزه ئې له پولو آخوا نه ده غځولې.
حزب اسلامي د خپل مبارك عمر په تېرو 46 كلونو كي خپلو مجاهدينو ته دا اجازه نه ده وركړې چي له اصلي محارب دښمن پرته د بل چا په ضد وسله وكاروي، تل ئې شعار دا وو چي جنگ د جنگ طلبانو په ضد، د وسلې كارول د هغه چا په خلاف چي خپله وسله زموږ په خلاف كاروي!! موږ تل او په كلكه هغه اقدامات
غندلي چي په ترڅ كي ئې بې گناه او غيرمحاربو وگړو ته زيان رسي، كه دا په جوماتونو، بازارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي وي، كه په عامه بسونو او ملكي الوتكو كي، موږ د ملكي خلكو، علماءو، قومي مشرانو، استادانو، ډاكټرانو، خبريالانو او تجارانو وژني؛ تر هر نامه او هري پلمې لاندي، په كلكه غندو او هغه د اسلام د ټولو ارزښتونو خلاف گڼو، داسي وژني، بريدونه او اختطافونه د غلو، داړه مارانو او شوكمارانو كار بولو، د اسلام د لاري دمخلصو مجاهدينو له لوړ شأن ئې ډېر لري او ټيټ گڼو.
حزب اسلامي هر هغه مجاهد ته د ورور په سترگه گوري چي جهاد ئې د حق او عدالت د پلي كولو لپاره وي، د مظلومانو ملاتړ كوي او له مذهبي، قومي، ژبني او تنظيمي تعصباتو ډډه كوي. د انسان د سر، عزت، مال او ويني حرمت ته ژمن وي او وسله د هغه چا په ضد كاروي چي د وسلې په زور پر نورو د حكومت كولو هڅه كوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgw39y.ak9yx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته