دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 89543
نړېوال ځواکونه دې د خپلو اډو شاوخوا د ماینونو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا له ایتلافي ځواکونو غواړي چې؛ د خپلو اډو شاوخوا د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.
په دې موضوع تیره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې خبرې وشوې او د ملي امنیت سلاکار ته دنده وسپارل شوه؛ څو د افغان حکومت اندیښنه له آیساف سره شریکه کړي.
ځینو بهرنیو ورځپاڼو ویلي، کله چې د آیساف ځواکونه له افغانستان نه ووځي؛ نو په هطواد کې به یې د اډو شاوخوا ځایونو کې په ۱۲۸۷ کیلو متره ځمکې کې ناچاودیدونکي توکي او ماینونه ورنه پاتې شي.
آیساف تر اوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwn97.ak9yt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته