پيښه نن غرمه مهال د کندهار ښار شهيدانو څلور لاري ته څيرمه پر علامه حبيبي واټ رامنځ ته سوه ، يوه امنتي سرچينه وايې چې ياده پوليسه نسرين نوميدل او د ارغنداب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ اړوند وه ، پلې روانه ده چي غلچکي بريدګرو بريد پرې وکړ .
ناپيژاندو وسله والو د کندهار ښار په منځ کي ښځينه پوليسه ووژل او بريدګر په تيښته بريالي سول .
پيښه نن غرمه مهال د کندهار ښار شهيدانو څلور لاري ته څيرمه پر علامه حبيبي واټ رامنځ ته سوه ، يوه امنتي سرچينه وايې چې ياده پوليسه نسرين نوميدل او د ارغنداب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ اړوند وه ، پلې روانه ده چي غلچکي بريدګرو بريد پرې وکړ .
د کندهار د والي د امنيه قوماندانۍ وياندويان په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي .
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .