دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 96743
راسموسن: ناټو به ژر له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو پرېکړه وکړي

د ناټو سرمنشي د دوشنبې په ورځ وويل؛ ناټو به ژر مجبوره شي چې؛ له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو پرېکړه وکړي؛ مګر دا چې د افغانستان د انتخاباتو پر سر جنجال پای ته ورسېږي او نوي ولسمشر موافقه لاسليک کړي چې؛ بهرني پوځيان په دې هيواد کې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړي.
سرمنشي اندريس فوګ راسموسن رويټرز خبري اژانس ته وويل؛ د بريتانيا په ويلز کې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د ناټو سرمشريزه به د پرېکړې د کولو ضرب الاجل ته ډېره نژدې وي.
"بايد موږ ډېر ژر پرېکړه وکړو؛ ځکه چې که په افغانستان کې زموږ د حضور د دوام لپاره قانوني اساس نه وي؛ موږ بايد د سږ کال تر پايه ټول ځواکونه وباسو او د دې لپاره چې دا کار وکړو؛ بايد ډېر ژر د پلان په جوړولو پيل وکړو."

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgwu9y.ak93t4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته