دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 113330
جمهور رئیس غني د ټاکنیزو کمیسیونونو له مشرتابه پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره شپه د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د یادو کمیسیونونو مشرتابه غړو د ملي شورا او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو په هکله خپل وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړې.
هغوی همدارنګه د دغه بهیر د بریالي ترسره کېدو لپاره خپل ټول وړاندیزونه د رای ورکولو د نویو مرکزونو د ارزونې، د رایو ورکولو د کارتونو د تثبیت، د کمیسیون په دایمي پوسټونو د افرادو د استخدام او د رای ورکوونکو د نوملړ په هکله بیان کړل.
جمهور رئیس غني د ټاکنو خپلواک او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیونو د مشرتابه پلاوي د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د کارونو د ترسره کولو څرنګوالی باید تشخیص شي او په حکومتي بنسټونو کې له موجوده ظرفیتونو لکه د پوهنې، ملي دفاع، کورنیو چارو او کرنې وزارتونو، ملي پیوستون پروګرام، مرکزي احصایې او د ملګرو ملتونو سازمان څخه په دې برخه کې ګټه واخیستل شي.
جمهور رئیس په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د اصلاحاتو په هکله وویل، یاد کمیسیون باید د افغانستان له بېلابېلو اقشارو سره ناستې وکړي، څو د ټاکنیزو کمیسیونونو او د خلکو تر منځ اعتماد رامنځته شي.جمهور رئیس غني زیاته کړه چې د دواړو کمیسیونونو د مشرتابه او تخنیکي کسانو د انتخاب په هکله دې بحث پیل او د کمیسیون داخلي اصول دې مشخص شي.
جمهور رئیس وویل، چې د هېواد د عدلي او قضایي ارګانونو له مقاماتو سره دې هم بحث وشي، څو د حکومتي مقاماتو او د ټاکنیزو کمیسیونونو له موقف څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی وشي.
جمهور رئیس د رای ورکولو کارتونه د ټاکنیز بهیر مهمه برخه وګڼله او څرګنده یې کړه چې د هغو د کارولو لپاره باید یو شفاف بهیر رامنځته شي.
همدارنګه جمهور رئیس وړاندیز وکړ چې د دواړو کمیسیونونو پلاوی دې د هند هېواد ته سفر وکړي او د ټاکنو په برخه کې دې د هغه هېواد له تجربو څخه ګټه واخلي.
جمهور رئیس د ټاکنو د ترسره کولو وخت ته په اشارې سره وویل، چې د ټاکنو د ترسره کولو وخت دې داسې برابر شي چې امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې رانشي.
محمداشرف غني وویل، د ټاکنیزو مبارزو د څرنګوالي په هکله باید له نوماندانو سره خبرې وشي او د لویو غونډو پر ځای له ساده لارو او نوې ټکنالوژي څخه ګټه واخیستل شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، حکومت تیار دی، چې د صکوکو مطبعه او داخلي طباعتي شرکتونو باندې پانګونه وکړي، څو د ټاکنو اړوندې پاڼې د افغانستان په داخل کې چاپ شي.
جمهور رئیس زیاته کړه چې دا کار په دوو دلایلو ګټور دی، لومړی دا چې ټاکنیزې پاڼې به په ارزانه بیه چاپ شي او دویم د افغانستان طباعتي صنعت به پیاوړي شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، داسې یو جدول دې ترتیب شي ،چې دا مسله تشخیص شي چې کوم اصلاحات همزمان او کوم اقدامات په سلسله وار ډول ترسره شي.
د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، ټاکنې یو مهم ملي بهیر دی چې باید ټول په کې دخیل وي. نوموړي ژمنه وکړه چې د ټاکنو په نظام کې د اصلاحاتو په راوړلو به زیات تمرکز وکړي.

سرچينه : دصدیا افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgww9qzak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته