دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 138324
د مسکو ناسته، تازه لاره د سولی لپاره؟
شپږ اړخیزه ناسته د افغانستان د سولی په اړه د روسیی، چین، ایران، هند، پاکستان او افغانستان د نمایندګانو په شتون په مسکو کی جوړه سوه.
ددی ناستی اصلی موضوع د طالبانو هڅول او تشویقول د سولی لپاره وو. د مسکو په ناسته کی په دی پیغام سره شرکت وکړ چی منطقه ای هیوادونه د افغانستان د سیاست څخه د تروریزم په وړاندی ملاتړ وکړی او دهغوی اړیکه د کابل سره دولت محور وی.
اشرف حیدری، د افغانستان د خارجی وزارت استراتژی دفتر رئیس د افغانستان نماینده په دی ناسته کی وو.
ښاغلی حیدری په دی ناسته کی په خپلو خبرو کی وویل، د تروریسم د جدی تهدید په اړه افغانستان او منطقی ته هشدار ورکړ او وویل چی د افغانستان دولت هیله لری ترڅو ټوله منطقه ای هیوادونه د افغانستان د هڅو څخه د کامل امنیت د تامین لپاره ددی هیواد څخه ملاتړ وکړی.
په داسی حال کی چی د امریکا او نورو غربی هیوادونو څخه په دی ناسته کی دعوت نه وو سوی، ښاغلی حیدری ټینګار وکړ چی امریکا د افغانستان دولت سیاسی او اقتصادی پلانونو مهم ملاتړ کوونکی دی او کولای سی د افغانستان د سولی او ثبات په تامین کی مهم نقش ترسره کړی.
کارپوهان وایی چی د افغانستان دولت موضع چی د هیواد نماینده د مسکو په آخیر ناسته کی پر هغه باندی ټینګار وکړ، د کابل د اصولی اندیښنو لرونکی د هغه تحرکاتو څخه دی چی ځینی منطقه ای هیوادونه د خپل راهبوردی یو طرفه ګټو د تامین لپاره شروع کړی دی.
هغه ناسته چی په مسکو کی د چهار شنبی په ورځ رامنځته سو، مخکی د افغانستان د دعوت بغیر رامنځته سوی وو او همدا کار د افغانستان سخت اعتراض ترڅنګ درلودی.
له بلی خوا، د روسیی اړیکی ددی هیواد په اړه د طالبانو ډلی سره، هغه څه نه دی چی د هیواد د رسمی تګلوری او د تروریزم سره د مبارزی په لاره کی وی.
د منطقه ای مسایلو څیړونکی وایی چی د مسکو مقصد د طالبانو سره په اړیکه کی، ددی ډلی څخه ګټه اخیستنه د داعش په وړاندی په افغانستان کی دی. روسیه د داعش ظهور په افغانستان او نورو هیوادونو کی یو اقدام د دشمنانو له خوا د خپل ملی حاکمیت او ثبات او امنیت په وړاندی بولی او دهمدی له مخی، د داعش قلمرو پراختیا په افغانستان کی د لومړی ځل لپاره هم روسان د صریح او علنی عکس العمل باندی وهڅول او دهمغه وخت څخه راهیسی، کرملین د بیلابیلو لارو څخه، ددی بالقوی امنیتی ګواښ په وړاندی مبارزه وکړی.
په دی سره، د مسکو اړیکه د طالبانو سره، هغه څه نه دی چی د افغانستان او دهغه غربی همپیمانه لپاره په ناتو او امریکا کی، د هضم وړ وی.
د هغوی په نظر د روسیی دا اقدام، ددی هیواد هڅه د افغانستان په قضایاوو کی د نقش رامنځته کونی لپاره دی او که دا اړیکی، پراختیا پیدا کړی، ددی خطر سته چی روسیه، عملا د افغانستان په جنګ کی د یو غیری قابل انکار او مهم لوبی کوونکی په حیث راشکاره سی او په دی ترتیب سره، یو ځل بیا د هغه تجربی د تکرار شاهد به و اوسو چی د افغانستان د اشغال په وخت د مخکنی شوروی په واسطه اوو د امریکا پراخ ملاتړ د جهادیانو څخه د روسیی پر ضد رامنځته سو.
څیړونکی وایی چی د افغانستان دا اندیښنه، په پوره توګه د درک وړ دی؛ ځکه د هغه تجربی په تکرار سره، هغه څه چی په دی منځ کی زیان به ووینی، په افغانستان کی به ملی ثبات او امنیت، حاکمیت او ملی منافع به وی.
د لویو قدرتونو جنګ هر وخت د افغانستان په زیان ختم سوی دی او دا ځل هم ددی خطر شتون لری؛ ځکه چی روسیه دا شکاره کړی دی چی غواړی د ناتو او امریکا په وړاندی شکاره سی او دافغانستان په وړاندی هم ددی شک نسته.
له بلی خوا، د ځیړونکو په باور، د کابل دا موضع د مسکو په ناسته کی چی تروریزم یواځی د افغانستان د امنیت لپاره جدی خطر نه دی؛ بلکه د سراسری منطقی ثبات او امنیت لپاره ګواښ بلل کیږی، هغه موضع چی د لید وړ دی او دا هغه څه دی چی په نظر رسیږی روسیه، چین او پاکستان په پخواني ناسته کی مشارکت درلودی، دهغه څخه سترګی پټی کړلی او په یواړخیزه توګه، خپل اراده د بین المللی تحریمونو د ایسته کولو باندی د طالبانو څخه درولی وو.
په داسی حال کی چی پوهانو په باور، د طالبانو د رهبرانو د تحریمونو ایسته کیدل، په وروسته قدم کی د اهمیت وړ دی اویواځی هغه وخت کیدلای سی د مبادرت وړوی چی طالبان رسمی او د اتکا وړ تعهدات د سولی په برخه کی او خشونت د پریښودو لپاره ورکړی وی.
دی تحلیل ته په کتو سره، د کارپوهانو دنظریو په اساس، د روسیی او چین او پاکستان هڅه د طالبانو مشرانو څخه د بین المللی تحریمونو د ایسته کولو لپاره د افغانستان د سولی په لاره کی اقدام نه وو؛ بلکه یو اړخیزه تصمیم ددی هیواد د یو اړخیزه اړیکی د طالبانو سره په حساب راځی او مشخص دی چی دا کار د افغانستان دولت لپاره یو جدی اندیښنه بلل کیږی.
په دا حال کی، ناظران وایی چی د افغانستان او ایران او هند په شتون سره د مسکو په ناسته کی، انتظار کیږی دا ناسته د کابل اصولی مواضعوو او ملاحظاتو په کتو سره، په نهایت کی وکولای سی تازه لاره د سولی په برخه کی رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdcgx79qtak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې