دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 96842
سوداګرۍ خونه: د روانو سیاسي او امنیتي حالاتو د خصوصي سکتور پر فعالیتونو منفي اثر کړی
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، د هېواد روانو سیاسي او امنیتي حالاتو د خصوصي سکتور پر فعالیتونو منفي اثر کړی دی.

دوی نن په کابل کې د سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د خپلو څیړنو یو راپور خپور کړ او په کې ویل شوي، چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

له دې وړاندې د صنعت کارانو ملي ټولنې هم ویلي وو، چې د وروستیو سیاسي ستونزو له امله سلګونه صنعت کاران بې کاره شوي او ګڼ شمېر فابریکې له فعالیته غورځیدلي.

افغان سوداګرو له حکومت او نړېوالې ټولنې په کلکه سره وغوښتل، چې ډیرژر د انتخاباتو لانجو ته د پای ټکی کیږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgx79y.ak93t4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته