د غورولایت سیمه ییز چارواکي وایي، یو شمېر وسلهوالو چې ځانونهیې داعش ډلې پورې اړوند بللي تېر ماښامیې دغه ولایت کې ۳۳ ملکي وګړي وژلي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، چارواکي ویلی دي، داعش وسله والو په غور ولایت کې ۳۳ تنه ولسي وګړي له ځان سره وړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.
د غور والي، محمد ناصر خاضع رسنیو ته وویل، چې د داعش وسلهوالو تېرمازدیګر سی شنبه ورځ د یاد ولایت پر مرکز فیروز کوه بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړې، چې داعش وسله والو له سیمې د تېښتې پرمهال له ځان سره۳۳ تنه ولسي وګړي بېولي، چې تېره شپه یې په ډزو وژلي دي.
ویلګږي چي دې پېښې وړاندې د افغان ځواکونو عامو خلکو او وسلهوالو تر منځ په نښته کې د وسلهوالو یو قوماندان هم وژل شوی دی.