دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 122529
د نړېوالو په مرسته به د اډې موزیم بیرته فعاله کړو
په تیرو څو لسیزو جنګ جګړو کې د هېواد په مختلفو سیمو کې تاریخي ځایونه ویجاړ،اثار يې لوټ او بهر ته قاچاق شول چې اوس یوازې نوم پاتی دی.

له دې ډلې یو هم د ننګرهار د اډې موزیم دی چې د اطلاعات او کلتور وزارت د مسولینو په خبره د دې تاريخي اثار لوټ شوي،ودانۍ خرابه او اوس يې ساحه هم د غصب له ګواښ سره مخ ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزرات اداري او مالي مرستيال زردشت شمس له خپل جاپاني سیال سره یوځای د سې شنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال له دې موزیمه لیدنه وکړه او وروسته په خبري ناسته کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې دوی به پوره هڅه وکړي چې د دې موزیم د جوړیدو لپاره د نړېوالو پام راواړوي:

"دغسې تاریخي ساحه چې د بودايي اثارو تر ټولو مهم ارزښتناکه موزیم و دا د دې منطقې په سطحه په داسې حال کې چې تاریخي اثار يي ټول لوټ شوي، ودانۍ يې هم هم خرابه شوې او ساحه يې غصب شوې نو په دې اړه به د دوی په همکاری هڅّه کوو چې د نړېوالو توجه راجلب کړو او ساحه يې احاطه کړو او بیا به وګورو چې د نړیوالو مرستو په بنیاد به يي جوړ کړو."

ښاغلي زردشت شمس وویل په پآم کې ده چې د راتلوونکي اپريل په مياشت کې په توکيو کې د افغانستان د طلا تپې او د باګرام د ای خانم د اثارو نندارتون جوړشي چې له دې نندارې وروسته به هغه ټول اثارچې په تيرو څلورو لسیزو کې له افغانستان څخه قاچاق شوي و او د نړيوالو باستاني ادارو لاس ته ورغلي، بيرته افغانستان ته ورکړل شي او دوی به يې په همدغو تاریخي موزیمونو کې ځای پرځای کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي شمس وویل، دې ولایت ته د دوو مهمو پروژو بودجه منظور شوې او ډير ژر به پرې کار پيل شي چې د سراج المارت ودانۍ د نیمه پاتو کار بشپړیدل او د عامه کتابتون جوړیدل شامل دي:

"د نوي مالي کال په بوديجه کې چې د ننګرهار لپاره دوه پروژې نيول شوې وې، هغه منظورې شوي چې يوه د سراج العمارت ودانۍ ده چې کار يې نيمګړی پاتی دی د هغه تکميلول دي او هغه موزيم ته برابرول دي. بله متاسفانه چې د ننګرهار غوندې يو فرهنګي ولایت مناسب کتابتون نه درلودد هغه لپاره هم بوديجه منظور شوې چې يو مناسب عامه کتابتون به جوړ شي"

که څه هم په تیرو څوارلسو کلونو کې د نړېوالې ټولنې په مرسته په هېواد کې په مختلفو برخو کې د بیارغونې کارونه شوي ولې کتوونکي په دې اند دي اوس هم ډير مهم تاریخي ځایونه د بیارغونې له پروګرامونو څخه پاتې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcgxx9qyak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته