دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 88689
د طالبانو له حملو سره سره د رای کارتونو د وېش پر دفترونو د خلکو بیروبار دی
تاند- په داسي حال کې چې د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان د خپلو پلویانو لویو غونډو ته دوام ورکوي د انتخاباتو د کارتونو د وېش د دفترونو مخته د خلکو ګڼه ګوڼه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.
د طالبانو له لوري د انتخاباتو د ګډوډولو، پر رای ورکوونکو، انتخاباتي کارکوونکو او کاندیدانو د حملې له پټکې او د انتخاباتو د خپلواک کیسیون پر مرکز دفتري او په دارالامان کې د رای کارتونو د توزیع پر یوه مرکز له حملو سره سره خلک نه دي بېرېدلي او دا ځل تر تېرو ځلونو هم زیات لېواله دي چې خپلې رایې صندوقونو ته واچوي.
یوه محصل عبدالواریس سادات، چې په کابل کې د رای ورکوونکو د ثبت د یوه دفتر مخته له شاوخوا ۷۰۰ تنو نورو سره څو ساعته انتظار تېر کړی، وویل:«د رایې ورکول زموږ مسوولیت دی، خلک بدلون غواړي او موږ به په خپلو رایو بدلون راولو.»
د عبدالواریس په وینا د طالبانو حملو خلک لا مصمم کړي چې رای کارتونه واخلي.
یوه دوکاندار رسول خرمي هم وویل چې د طالبانو حملو خلک لا پارولي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. د ده په وینا هغه چا چې په انتخاباتو کې یې د ګډون نیت نه درلود، اوس غواړي چې ګډون وکړي. دی وايي:«دا یوازینی ځواب دی چې خلک یې طالبانو ته ورکولی شي.»
شپېته کلن رسول خرمي زیاته کړه:«باور لرم چې رایه مې حسابېږي، یوځای نیسي، دا ځل حتي که وهم وژل شم رایه اچوم، د طالبانو له حملو نه بېرېږم.»
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ارقامو سره سم د راتلونکې اوونۍ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره ۳ ملیونه او ۷ لکه تنو رای کارتونه ترلاسه کړي دي. دا هغه کسان دي چې یا تازه اتلس کلن شوي، یا یې پخواني کارتونه ورک شوي او یا یې په تېرو دورو کې کارتونه نه و اخیستي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، په زرګونو خلک د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو مخته کتار درېږي چې کارتونه ترلاسه کړي. د دوی دا لېوالتیا د افغانانو اراده ښيي چې هیڅ شی د دوی مخه نه شي نیولی.
د ولسمشرۍ درې مخکښ کاندیدان، اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله او زلمی رسول ښار په ښار او ولایت په ولایت ګرځي او د خپلو پلویانو لویو غونډو ته ویناوې کوي. لسګونه زره خلک د خپلو کاندیدانو په ویناوو چکچکې کوي، بیرغونه رپوي او شعارونه ورکوي. دې سترو غونډو دا انتخابات له تېرو هغو سره متمایز کړي او په ټاکنو کې یې د خلکو ګډون ته لېوالتیا لا زیاته کړې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgy397.ak9774g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته