دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 116995
د کندز ښارپه بشپړه توګه د افغان ځواکونو په لاس کې دی
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادي راډيو ته وویل، چې دا مهال د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې د مخالفینو د موندلو لپاره عملیات جریان لري:

((کندز ښار ټول تصفیه شوی او نیول شوی دی. هلته تصفیه روانه ده چې که کوم څوک په سرایونو او یا کورونو کې پټ شوي وي، هغوی ونیول شي او قانون ته وسپارل شي.))

ښاغلي وزیري وویل، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونه ته تلفات نه دي اوښتي خو وسله والو مخالفینو ته د درندې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي.

د دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې په دغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم زیانونه نه دي اوښتي.

اخوا د کندز یو شمیر اوسیدونکو آزادی راډيو ته ویلي، چې په دغه ښار کې د تیرې شپې د عملیاتو په نتیجه کې ملکي کسانو ته هم زیان رسیدلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کوي، چې افغان ځواکونه یې بیرته له کندز ښار څخه په شا تمبولي دي.

پخواني معلومات:

افغان چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د پراخو تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې نن سهارد کندوز د ښار یو زیات شمېر مهمې سیمې بیرته له وسله والو طالبانو ونیولې.

د دغو عملیاتو او دا چې کومې سیمې امنیتي ځواکونو بیرته نیولې زیات جزیات نه دي ورکړل شوي خو د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي په ټیلیفون رویټرز خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د شپې له خوا د سختو جګړو په ترڅ کې د کندز ښار بیرته په خپل کنټرول کې راووست.

هغه زیاته کړه وروسته له هغې چې سیمې ته نوي ځواکونه ور ورسیدل دوی د کندوز ښار دننه عملیات پیل کړل چې طالبانو یې په وړاندې مقاومت نشو کولای او تیښتې ته اړشول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په ټویټرکې لیکلي چې افغان ځانګړي ځواکونه اوس د کندوز پر ښار کنټرول لري او دښمن ته هم درانه تلفات رسیدلي دي.

د کندوز ښار د تیرې دوشنبې په شپه وسله والو طالبانو نیولی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcgy39qnak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته