دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 106194
۳۲ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان،کندز،فاریاب،ارزګان،پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۱۱ تنه ټپیان او ۱۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
مدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او کندهار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgy39qtak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته