دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 94619
ولایتي ادارې دې راتلونکي حکومت ته، د ۸ کلنو کړنو راپورونه چمتو کړي
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د یوه رسمي لیک له لارې، ولایتونو ته لارښوونه کړې، چې په تېرو اتو کلونو کې د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ستونزو راپورونه راتلونکي حکومت ته چمتو کړي. دا راپورونه به ولایتي چارو ته د رسېدو او پرېکړو پر وخت، له نوي حکومت سره مرسته وکړي.
  د ولایتونو راپورونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې د راپور په ځانګړې اډانه یا فارمټ کې، د سکتور د وېش پر بنسټ چمتو کېږي او د هرې برخې، د مهمو لاسته راوړنو، ستونزو او وړاندیزونو یادونه پکې کېږي.
  دا راپورونه به پای کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د اته کلن عموي راپور په چوکاټ کې را ټولېږی او  د یوه مهم سند په توګه به راتلونکې حکومت سپارل کېږي. 
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي په دې اړه وایي: (( زموږ هدف دادی، چې راتلونکې ادارې ته د سیمه ییزې حکومتوالۍ د وضیعت په اړه وضح لیدلوری ورکړو. راتلونکي حکومت به د فیصلو او ولایتي چارو ته د رسیدو په وخت کې، د سیمه ییزې حکومتوالۍ په اړه، کره معلوماتو او مشخصو ارقامو ته ضرورت ولري او زه باور لرم، چې دا راپور به په دې برخه کې ډېر مفید وي.)) 
د سیمه ییزې حکومتوالۍ اته کلن راپور، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، دجوړیدو له وخته په پام کې نیول شوی دی. 
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیله لري، چې دا راپور به، د سیمه ییزې حکومتوالۍ ساحه، د نوي حکومت د کار د مهمو لومړیتوبونو برخه وګرځوي. 
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ژمنه ده، چې د جلالتمآب ولسمشر د حکم سره سم، نوي حکومت ته د چارو د واګو په سپارلو کې، له خپله اړخه له نورو ارګانونو سره ګډ کار وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgy39y.ak9tq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته