دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 95519
د پاکستان په رائيونډ کښې له ترهګرو سره د امنیتي ځواکونو جګړه پاې ته ورسیده
زمونږ خبریال وايې د شپې له دوو بجو راهیسې روانه جګړه د یو ترهګر په نیول کیدو او د دوو په وژل کیدو سره پاې ته ورسیدله. امنیتي ځواکونو د لسو ساعتونو له عملیاتو وروسته په رائیونډ کښې د ترهګرو کور ونیوه. په دې جګړه کښ دوه ترهګرو وژل شوي او یو په زخمي حالت کښې نیول شوی دی. یو امنیتي ځواک هم شهید شوی خو ځینې رسنۍ وايي دوه تنه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.
دغه ترهګر د رائيونډ په الجنت کالونۍ پنډآرائیا کښې له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې استونګن وو خو نه پرې پولیس خبر شول او نه استخبارات. یادو ترهګرو په دغه سیمه کښې یو کور په کرایه نیولی او هلته یې وسلې زیرمه کړې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته د دوو ترهګرو د شتون خبر ورکړ او پولیسو تیره شپه دوه بجې د پلټنې عملیات پیل کړل خو سیمې ته د پولیسو له رسیدو سره سم ترهګرو ډزې پیل کړي. په دغه نښته کښې ترهګرو لاسي بمونه او درنې وسلې هم وکارولې.
ترهګر په القاعده ډلې پورې پیئلي دي چې د امام علي علیه السلام د شهادت د کلیزې په لاریون او د پاکستان د وزیراعظم په کور باندې د حملې اراده یې درلودله. خو د امنیتي ځواکونو په کامیابو عملیاتو سره یې دغه پلان شنډ شو. له ترهګرو څخه درنه وسله هم ونیوله شوه. د سیمې خلکو پولیسو ته ویلي وو چې په کور کښې ښځې او ماشومان هم شته چې له امله یې عملیات لس ساعته وځنډیدل البته دغه خبر دروغ و او په کور کښې یوازې ترهګر موجود وو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyn9y.ak9nq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته