په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان داوود شاه وفادار وویل چې د پولیسو ځواکونو د یوې دسیسې په پایله کې ۸۹ پوستې مخالفو وسلهوالو ته پرېښې دي او هڅه یې کوله چې ترینکوټ ښار وپرځوي.
داوود شاه وویل:«د زور خبره نه وه د جوړجاړي خبره وه، ۸۹ پوستې یې دښمن ته پرېښې دي.»
تراوسه امنیتي چارواکو د دغه برید په پایله کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي،خو یوې امنیتي سرچېنې طلوع نیوز ته ویلي دي چې د دغه برید په ترڅ کې د پولیسو ۲۶ سرتېري وژل شوي او طالبانو د هغوی ۶ تنه نور یې له ځان سره بيولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي:«دا چې ځينې پوستې د پولیسو له خوا تسلیم شوي دي،بنسټ نهلري؛خو هلته قومي جوړونې او شخړې خپلې ستونزې لري چې موږ نه شو کولای له هغو سترګې پټې کړو.مهمه دا ده چې تر کومه بریده د ارزګان د ساتلو لپاره جدي اراده شتون لري،هوکې چې داسې اراده شتون لري.»
د ارزګان د امنیه قومندانۍ سرپرست سید عباس ثاقب څرګنده کړه:«له کندهار او نورو ولایتونو څخه ارزګان ته ځواکونه رارسېدلي دي او په دغه ولایت کې د امنیت د ټينګښت لپاره هڅې دوام لري.»
په همدې حال کې د ارزګان ولایتي شورا سیاسي شخړې په دغه ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو د زیاتوالي لامل بولي.
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس کریم خادم زي هم وویل:«کهچېرې په ارزګان کې د پولیسو وضعیت ته په جدي توګه پاملرنه ونه شي او د امنیتي بنسټونو په مشرتابه کې اصلاحات رامنځته نه شي،ترینکوټ د پرځېدو له ګواښ سره به مخامخ شي.»
په ارزګان ولایت کې سیمهيیز چارواکي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د چرمګر په سیمه کې د جمعې ورځې تر ناوخته روانه وه چې په پایله کې وسله والو مخالفانوته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
طالبانو دوه اوونې وړاندې هم د ترینکوټ په ښار برید کړی وه، خو د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو له ترسره کېدو وروسته له ښار څخه شاته تګ ته اړ کړل شول.