دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۱
د مطلب کود : 154191
په نوی ډهلي کی د افغانستان هند لمړنۍ فرهنگې اوونۍ پیل شوه

د افغانستان هند فرهنگي پرانستي مراسمو کی دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پیغامونه واورول شوو او همدغه راز د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو، سفیرانو، دیپلوماټانو او فرهنګیانو هم برخه درلوده .

په نوي ډيلي کې دافغانستان سفير ډاکټر شيدا احمدابدالي وايي، په دې فرهنګي اوونۍ کې چې د نومبر په ۲۹ مه پيل شوې د دواړو هېوادونو له خوا به بېلابېل ګډ علمي او فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي.

د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي امریکا غږ ته وویل، د افغانستان او هند د لومړۍ فرهنګي اوونۍ پروګرامونو کې د افغانستان له اړخه د اطلاعاتو او کلتور د وزیر، ددغه وزارت د رییسانو، لیکوالانو، د بیلابیلو رسنیو د ژورنالېستانو، هنرمندانو، ډیزاینرانو، انځورګرانو او د موسیقۍ د الاتو د غږوونکو په ګډون ۷۰ کسان برخه اخلي

د هغه په وينا، لومړۍ ورځ د افغانستان او هند ترمنځ ګډ عملي او څېړنیز سیمینار ته ځانګړې شوې، چې په څلورو تاریخي دورو «د اریایانو دوره، د افغان پاچاهانو دوره، د استعمار پر وړاندې د مبارزې دوره او له خپلواکۍ را وروسته دوره» کې د افغانستان – هند پر فرهنګي اړیکو به علمي بحث وشي.

د هند افغانستان لمړنۍ فرهنگي اوونۍ په باره کې موږ په نوی ډهلې کی د افغانستان کلتورې اتشې اجمل عالمزې سره مرکه کړی چې دلته یې اوریدی شئ

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyt9qqak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته