دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 137794
طالبان د یوناما ګزارش په عکس العمل کی؛ په افغانستان کی ۷۷ سلنه ملکی کسانو تلفات د امریکا په واسطه ترسره سوی دی
طالبان د یوناما ګزارش چی ۶۰ سلنه ملکی کسانو تلفات په دی ډلی باندی تړلی وو، رد کړی دی او ویلی دی چی ډیرۍ ملکی کسانو تلفات د امریکایانو په واسطه ترسره سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند په یو اعلامیه کی ویلی دی چی د سازمان ملل ګزارش د ملکی کسانو د تلفاتو په اړه دی ډلی اړوند، په انصاف پوری عالی قضاوت دی.
یوناما د یو ګزارش په لړ کی ویلی دی چی د ۲۰۱۶ کال په جریان کی په افغانستان کی ۳۴۹۸ ملکی کسان وژل سوی او ۷۹۲۰ تنه نور ټپی سوی دی چی ۶۱ سلنه وژل سوی او ټپی سوی د طالبانو په واسطه ترسره سوی دی، ۲۷ سلنه د دولت تر امر لاندی ډلو او یواځی ۲ سلنه یی د خارجی ځواکونو په واسطه ترسره سوی دی.
په دی حال کی د طالبانو ویاند ددی ګزارش په ردولو سره ویلی دی چی په دی ګزارش کی د ملکی کسانو په اړه غلطه قضاوت سوی او د ډیرو حادثو مسئولیت د طالبانو په غاړه اچول سوی دی.
ذبیح الله مجاهد د ملکی کسانو تلفاتو یو لمبر عاملین خارجی ځواکونه بللی دی او ویلی دی چی خارجی ځواکونه ښارونه، کلي او قصبه ګانی د څو تنو بمونو په هدف نیسی، د ملکی کسانو پر کورونو باندی شپی عملیات ترسره کوی او دوهم عامل هم دولتی ځواکونه دی.
طالبان وایی چی د ۲۰۱۶ کال کی د ملکی کسانو ۷۷ سلنه تلفات د امریکایی ځواکونو او دولتی ځواکونو په غاړه چی دهغوی تر ملاتړ لاندی دی، دي.
دا ډله د ۱۷ سلنی څخه ډیره ملکی کسانو تلفات د داعش تروریستی ډلی په غاړه اچولی او یواځی ۱۲ سلنه ملکی کسانو تلفات په طالبانو پوری اړوند بولی.
https://avapress.com/vdcgyu9qtak9wu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته