دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 113998
په ننګرهار ولایت کې د دریو ترهګرو نیول
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر بسم الله د عبدالجلال زوی بالفعل د ۳۵۰ چاودېدونکو کپسولونو،د رېموټ کنټرول د ۷۳ عدده کندنسرونو، ۴۵ عدده رېموټ کنټرولونو،د ماینونو د ۳۰ عدده کندنسرونو، ۱۵۰۰ متره فلیتې او د چاودنو د دوه برېښنايي وسیلو د لېږدولو پر مهال چې هوډ یې درلود لغمان ولایت ته یې ولېږدوي د کابل ننګرهار د لویې لار د عزیز خان کڅ په سیمه کې نیولی دی.
له دې سره د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د ننګرهار ولایت اوسېدونکي هر یو: - زلمی د سید نور زوی
- نورالله د ملک شاه زوی چې په یاد ولایت کې یې په یو لړ ورانکارو او ترهګریزو چارو کې لاس درلود د جلال آباد ښار له اړوندو سیمو څخه نیولي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyw9q7ak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته