د افغانستان ولسمشر دویم مرستیال ولسي جرګې ته دوه لس نوماند وزیران وروپېژندل، چې په نږدې راتلونکو کې به د جرګې غړي دوی ته د باور او يا هم د رد رايه ورکړي.
ولسي جرګې ته په ورپېژندل شويو نوماندانو کې د دفاع وزارت نوماند وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر ویس برمک، د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت نوماند وزیر ګل اغا شیرزی، د لوړو زده کړو وزارت نوماند وزیر ډاکټر نجیب الله شامل دی.
نورې نوماند وزیران چې ولسي جرګې ته معرفي شول په کې د معادن او پټرولیم وزارت نوماندې نرګس نهان، د د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نوماند وزیر فیض الله ذکي، د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژي وزارت نوماند وزیر شهزاد ګل شامل دی.
ښاغلي دانش د ولسي جرګې له غړیو وغوښت ترڅو نوماند وزیرانو ته د باور رای ورکړي او ټینګار وکړ چې ټول نوماند وزیران برجسته، معتبره او پاک شخصیت لرونکي کسان دي.
نومړی د خپل وینا پر مهال د راتلونکو ټاکنو په هکله هم کیلانو ته معلومات ورکړ او ټینګار یې وکړ چې پارلماني او ولسمشریزه ټاکنې به په ټاکل شوې وخت کې ترسره شي.
د ولسمشر دویم مرستیال د اصلاحاتو په هکله وویل چې د عدلي او قضایي، او ملکي خدماتو او د فضاد پر ضد د مبارزې په برخ کې مهم ګامونه پورته شوي.