دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 119794
ظاهر قدير: که مې خپلې څرګندونې ثابتې نه کړې استعفا کوم
کابل، دافغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژآنس دخبر له مخې د ولسي جرګې ځينې غړي د دغې جرګې د لومړي مرستيال پر څرګندونو چې څو ورځې مخکې يې کړې وې، نيوکه کوي، خو قدير وايي چې که د ملي امنيت د سلاکار په اړه کړې څرګندونې ثابتې نه کړي، نو استعفا به ورکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير شاوخوا درې مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و چې له داعش ډلې سره مبارزه وکړي. تېره اوونۍ کابل ته راستون شو او د جرګې په يوه ناسته کې يې ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشران په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړي ډول د ملي امنيت شورا د سلاکار له ملاتړ نه برخمن دي.

ظاهرقدير همدا رنګه وويل، هغه ادعاوې چې ګني سلګونه داعشيان د پوليس او اردو له خوا وژل شوي ناسمه ده، ځکه چې د هغه په خبره د داعش غړي د نورو کسانو له خوا ووژل شوي دي.

خو د ملي امنيت شورا او د کورنيو چارو وزارت د ظاهر قدير دا څرګندونې له حقيقت نه لرې بللې او ولسمشر محمد اشرف غني د ظاهر قدير ددې ادعاوو د پلټلو لپاره يو پلاوى وګوماره، خو ددې پلاوي ګومارل د ظاهر قدير او د ولسي جرګې د ځينوغړو له مخالفت سره مخ شول. دوى ويل چې دا پلاوى بايد د دولت د درې ګونو قواوو له استازو جوړ شي.

خو د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جرګې يو شمېرغړو د ظاهر قدير پر څرګندونو نيوکې وکړې او ددې موضوع د جدي پلټنې غوښتنه يې وکړه.

نوموړې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال خبرو ته په اشارې زياته کړه:((د جرګې مشر بايد دا موضوع په يوه ناسته کې حل کړي، له دې پرته د افغانستان د خلکو د ښمنان د ولسي جرګې د مرستيال څرګندونې د افغان دولت پر ضد کاروي.))

دا په داسې حال کې ده چې ظاهر قدير ويلي و چې د خپلو څرګندونو د ثبوت لپاره اسناد لري.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير د خلکو استازو ته په خطاب کې وويل:((ځينې کسان دې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځينو ډلو له دفاع تېر شي، د خلکو استازي دي او بايد له څرګندو ادرسونو دفاع ونه کړي، بې ځايه ادعا مې نه ده کړې... خپلې ادعاوې په اسنادو سره ثابتوم.))

نوموړي زياته کړه:((څوک به له مانه دفاع کوي؟ د خداى لپاره اسناد لرم، که شواهد راوړم څوک ضمانت کوي چې له منځه نه ځي، هر څه چې په لاس کې لرم، اردو، پوليس او امنيت زموږ اولاد دى، امنيت شورا ته مې ويلي چې شخص په ګوته کوم، ډانګ پييلې خبرې مې کړې، نوم مې واخيست، که چېرته يو سيسټم وي، ټول اسناد به په واک کې ورکړم.))

هغه زياته کړه:((د مشخصې کړۍ له دفاع بايد تېر شو، بايد له ملت څخه دفاع وکړو، که ثابته مې نه کړه استعفا ورکوم.))

د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي د مخالفو او موافقو وکيلانو له اعتراضونو وروسته وويل:((دا موضوع په تالار د ننه نه شي حل کېدلى، بايد د ولسي جرګې يو پلاوى وټاکل شي، د جرګې له معاون صاحب سره وګوري او اسناد وڅېړي، دې موضوع ته لمن وهل د ملت په خير نه دي.))
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9qtak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته