دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 96969
اشرف غني: راتلونکی ولسمشر به په ټاکلې نېټه لوړه وکړي
اشرف غني احمدزی ډاډ څرګندوي چې د رایو د تفتیش بهیر به په ټاکلي وخت پای ته ورسېږي او د افغانستان نوی ولسمشر به له پلان سره سم د روانې اګست میاشتې ترپایه لوړه وکړي.
ښاغلي احمدزي د افغانستان لپاره د ملګروملتو له ځانګړي استازي سره خپلې پرونۍ کتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل، له یان کوبیش سره په خبرو کې د نوي ولسمشر د کار د پیل لپاره کومه ځانګړې نېټه ونه ټاکل شوه؛ خو ده هیله څرګنده کړه، چې په یوه اونۍ کې دننه به د رایو د تفتیش د ټول بهیر نتیجه روښانه شي:
"ما نن هم د ملګروملتونو له خاص استازي سره کتلي دي. مشخص تاریخ مو نه دی ټاکلی، ځکه چې باید انعطاف ولرو. اما جهت ښه پروړاندې ځي او په یوه اونۍ کې دننه به دا یقیني شي چې؛ په ټاکلې ورځ دا کار سرته رسېږي او که یوڅه نور انعطاف په کار دی."
د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر وړاندې ستونزې هغه مهال رابرسېره شوې چې؛ له دوهم پړاو وروسته اشرف غني احمدزی بریالی کاندید اعلان شو او سیال یې عبدالله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرېکړه ونه منله.
وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري د دې بحران د حل لپاره دوه ځلې افغانستان ته سفر وکړ؛ دواړو کاندیدانو د ټولو رایو له تفتیش او د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره موافقه وکړه.
د عبدالله عبدالله ډله وايي، د ښاغلي کري په منځګړتوب په خبرو کې د ملي وحدت په حکومت کې د ده ډلې ته د صدراعظم څوکۍ په پام کې نیول شوې ده؛ خو له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې اشرف غني احمدزي د څوکیو د وېش احتمال رد کړ:
"د افغانستان نظام واحد ریاستي نظام دی. په هغه کې وېش نشته. خبره په دې کې ده چې، یوې سیاسي موافقې ته رسېدلي یو او دغه سیاسي موافقه باید د اساسي قانون د ارزښتونو او موادو په اساس جوړه شي او پرمخ ولاړ شو. اوس معیارونه مطرح دي. یوځل چې د معیارونو په اړه نتیجې ته ورسېږو بیا پر اشخاصو راځو."
د ولسمشرۍ د انتخاباتو دې کاندید واک ته د رسېدو په صورت کې پر خپلو پروګرامونو چې د سولې ټینګښت، د امنیت راوستل، غوره حکومتولي، د پیاوړي او ګړندي اقتصاد جوړول او د هېواد په عدلي او قضايي نظام کې اصلاحات راوستل دي ټینګار وکړ.
له اشرف غني احمدزي څخه د بلخ د والي عطا محمد نور د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي؛ که د رایو د تفتیش نتیجه د عبدالله عبدالله پرضد وي؛ نو ملي پاڅون به وکړي، وپوښتل شول. ښاغلي احمدزي په ځواب کې وویل چې؛ ولس پاڅون ته اجازه نه ورکوي:
"هېڅوک پاڅون نه شي کولای. دا یو تش تهدید دی. د افغانستان ولس څوک پاڅون ته نه پرېږدي."
اشرف غني احمدزي همداراز ټینګار وکړ چې؛ واک ته د رسېدو په صورت کې به له وسله والو مخالفینو سره ژرترژره د سولې خبرې پیل کړي. ښاغلي احمدزي په انتخاباتو کې د دیني عالمانو ګډون د سولې لپاره رایه وبلله.
اشرف غني احمدزي همداراز په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د چین او سعودي عربستان ونډه مهمه وبلله او ویې ویل، دی ډاډه دی چې، له طالبانو سره سوله ممکنه ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyy9y.ak9334g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته