دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 110298
کندهار کې چاودنې ۲ کسان وژلي او له ۱۰ ډېر ټپیان دي
د افغانستان په سویلي ولایت قندهار کې چاودنې لږترلږه ۲ ولسي وګړي ووژل او تر لسو زیات یې تپیان کړي.
د کندهار په اتمه امنیتي حوزه کې دننه د وسلو او چاودیدونکو توک په یوه زیرمتون کې چادونه رامنځته شوې، د راپورونو پربنسټ د یوې میرمنې په ګډون دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وایي، چاودنه د هغه چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې څه موده وړاندې د پولیسو له خوا نیول شوي وه.
ښاغلی درانی وایي، په دغه پېښه کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي، چې پنځه تنه یې پولیس او پنځه نور یې ولسي وګړي دي .
د کندهار د میرویس روغتون چارواکي وایي، چې په دغه چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي، چې په وینا یې ۱۰ پولیس او پاتې نور یې ولسي وګړي دي .
د سرچینې د معلوماتو له مخې ټپي شوي ولسي وګړي ټولې میرمنې دي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی .
ځای خلک وايي، چې چاودنه دومره ځواکمنه وه، چې د پولیسو ماموریت ته څیرمه ځینې کورونه هم نړیدلي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgyz9q7ak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته