دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 106301
سالارزی: د دفاع وزارت د تدارکاتو د مسولینو دندې ځنډول شوي
که څه هم له دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې د دفاع وزارت په قرار دادونو کې د فساد موضوع ته اشاره کړې وه؛ خو دا لومړي ځل دي، چې جمهوري ریاست ددې وزارت د تیلو قرار داد د فساد له امله لغو کړ.
د ولسمشر اشرف غني ویاند نظیف الله سالارزی وایي؛ خپله ولسمشر د دفاع وزارت د تیلو د اخیستو اوسنی قرارداد ارزیابي کړ چې زیاتې ستونزې په کې موجودې وې.
ښاغلي سالارزي د یکشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې د دفاع وزارت د تدارکاتو د مسولینو دندې ځنډیدلي او ممنوع الخروج اعلان شوي دي:
"د دفاع وزارت د تیلو د قرار داد په ګډون اووه قراردادونه ترڅیړنې لاندې ونیول شول؛ د یوه بایلونکي د تورنو په اساس د دوو قراردادونو ترمنځ ۲۵۰ میلیونه ډالره تفاوت موجود و؛ د دفاع وزارت د تیلو اوسنی قرارداد فسخ او بیا به اعلان شي؛ هغه پیسې چې باید اوسنیو قراردادیانو ته ورکول شي؛ د څېړنو تر پایه ځنډیدلي دي؛ د دفاع وزارت د تدارکاتو او خریدارۍ برخې د مسوولینو دندې ځنډېدلي؛ دوی د څیړنو تر بشپړېدو پورې دوی ممنوع الخروج شوي دي."
سالارزي وویل، چې د بهرنیو شرکتونو یوشمیر کارکوونکي هم د دفاع وزارت د تیلو په قرار داد کې د فساد له امله ممنوع الخروج شوي دي.
له دې وړاندې ملي شورا هم د دفاع وزارت په یوشمېر قراردادونو کې د فساد خبره کړې وه؛ خو تیر حکومت دغه موضوع جدي تعقیب نه کړه.
د ولسمشر ویاند وایي، د حمیدالله فاروقي په مشرۍ یو پلاوی ګمارل شوی؛ څو د دفاع وزارت نور قراردادونه هم ارزیابي کړي.
نظیف الله سالارزی زیاتوي، له دې وروسته به د امنیتي ادارو د قراردادونو او تدارکاتو برخه ملکي کیږي او لوی قراردادونه به له جمهوري ریاست سره په همغږۍ کې لاسلیک کیږي.
په همدې حال کې یوشمیر اقتصادي کارپوهان د ولسمشر دا ډول اقدامات ستایي او وایي، د نورو وزارتونو قراردادونو هم باید وڅيړي.
د پوهنتون استاد او اقتصادي کارپوه اجمل حمید عبدالرحیمزي په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:
"په دې کار سره موږ کولای شو د فساد مخه ونیسو او هغه مرستې چې له افغانستان سره کیږي؛ په هغو کې د فساد مخنیوی وکړو، دولت باید داسې معیارونه جوړ کړي چې د هغه په اساس مرسته شوې پیسې په سمه توګه مصرف شي؛ نه چې دغه پیسې د درې څلورو کسانو جبونو ته ولویږي."
جمهوري ریاست وایي، دغه اقدامات د دې لپاره کوي؛ څو په وزارتونو کې د اداري فساد او رشوت اخیستلو فرهنګ پای ته ورسوي.
له دې وړاندې ولسمشر هم په ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو او د اداري فساد د له منځه وړو ژمنه کړې وه.
څیړونکي وایي، په تیرو دیارلسو کلونو کې د حکومت د بې غورۍ له امله د وزارتونو په قراردادونو کې فساد موجود وو او که اوس یې مخه ونیول شي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې به موثر تمام شي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgz39qqak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته