د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې،د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو د شنبې پر ورځ(د سلواغې۳۰مه) د یاد ولایت په هسکهمېنې ولسوالۍ کې د د کابو ۳۴ داعش وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی زیاتوي چې د وژل شویو وسلهوالو ترڅنګ ۱۶ تنه ټپیان شوي او ۷ تنه نور د افغان ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
دی وړاندې وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني وکړي هم شامل دي.
په همدې حال کې د پنجشنبې پر ورځ د افغان ځواکونو پر پوستو د افغان ځواکونو په برید کې ۱۷ تنه افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایتي شورا غړي وايي چې د داعش وسلهوالو په هسکهمېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو له څو خواوو برید کړی وه.
د ننګرهار والي، ګلاب منګل هم په دې برید کې د افغان سرتېرو وژل تائیدوي، خو کره شمېر په اړه څه نه وايي.