دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۲۱:۴۹
د مطلب کود : 138504
پاکستان، افغانستان او د فهرستونو جنګ
د خارجی وزارت داسی لیست پاکستان ته ارائه کړ چی د تروریستی ۳۲ مرکزونو نومونو لرونکی دی چی د افغانستان په وړاندی د پاکستان په خاوره کی فعالیت کوی.
دا لیک د دوشنبی په ورځ د حوت په دوهمه پاکستانی مقاماتو ته تسلیم سوی دی او د پاکستان څخه غوښتل سوی دی تر څو ددی مرکزونو په وړاندی اقدام وکړی.
په دی لیک کی د ۸۵ کسانو نومونه د طالبانو ارشد مقاماتو څخه او نورو تروریستی ډلو څخه د حقانی شبکی په شمول پاکستان ته ارائه سوی دی تر څو دهغوی د نیولو لپاره اقدام وسی. دا مشخصات د تروریستانو د ژوند کولو د آدرس درلودونکی هم دی چی د پیشاور او کراچی او کویتی په ښارونو کی موقعیت لری.
د خارجی وزارت ویلی دی چی د پاکستان مقاماتو لومړنۍ ځواب ددی نوم لیک په وړاندی، مثبت دی.
د افغانستان دولت هیله شکاره کړی چی د پاکستان حکومت سره په مشترک ډول سره، د دواړو لورو مسؤولانه اقدام او بحث وکړی.
د انتحاری برید وروسته د تیری پنج شنبی په ورځ په سند ایالت کی رامنځته سوی دی، پاکستان د افغانستان څخه غوښتی دی چی ۷۶ پټ سوی تروریستان په هغه هیواد کی پاکستان ته ورکړی.
ناظران وایی چی دا لومړي ځل نه دی چی افغانستان یو لیست د تروریستانو څخه اسلام آباد مقاماتو ته تسلیموی؛ خو هیڅ وخت دا کار د پاکستان د مثبت همکاری سره یوځای نه وو.
خو داځل افغانستان د پاکستان بی ساري حرکت سره مخ سوی دی چی دهغه په اساس پاکستان د ۷۶ کسانو د نیونی غوښتونکی سوی دی چی دهغه هیواد د ادعا له مخی، د صوفیانو پر زیارت باندی په آخرني برید کی لاس لری؛ هغه اقدام چی څیړونکی هغه د فهرستونو د جنګ په نامه یادوی.
دا جنګ د ډیرو کلونو راهیسی ددواړو هیوادونو په منځ کی جریان درلودلی دی؛ خو اسلام آباد رژیم غیری معمول اقداماتو په لړ کی، د آخیر تروریستی برید وروسته چی مسئولیت یی داعش په غاړه اخیستی دی، په بی ساری ډول سره تشدید سوی دی.
پاکستان د هغه برید وروسته رسمآ پر افغانستان باندی اعتراض وکړ؛ خو نه د دیپلماتیک معمول لاری؛ بلکه په داسی عمل سره چی په شکاره ډول سره دا شکاره کوی چی د اسلام آباد رژیم د دواړو هیوادونو د عکس العمل د ډیرولو په هڅه کی دی.
د مثال په ډول، په یو اقدام کی، د افغانستان سفیر په اسلام آباد کی، د هغه هیواد نظامیانو له لوری احضار سو.
دا چی دهغه په جریان کی څه تیر سو مشخص نه دی؛ خو دا اقدام په دی معنی وو چی پاکستان رسما د زور په واسطه د افغانستان سره خبری کوی او دا د هغه هیواد لپاره چی کلونه دی د پاکستان هراس افګنی قربانی دی، هیڅ وخت د قبول وړ نه دی.
پاکستان په دی باندی هم بسنه ونه کړه؛ بلکه د آخیر تروریستی برید وروسته، پاکستانی نظامیان، د افغانستان ننګرهار ولایت مرزی مناطقو باندی راکتی برید د سره ونیوی؛ هغه اقدام چی د پاکستانی ضد تروریستی هستو تر نامه لاندی د افغانستان په غرونو کی ترسره کیږی؛ خو په عمل کی، د افغانستان ارضی تمامیت او ملی حاکمیت شکاره نقض بلل کیږی او د اسلام آباد رژیم معمول زور شمیرل کیږی.
د فهرستونو په جنګ کی هم افغانستان د پاکستان پرخاوری توپ غورځولی دی او ددی مسئلی په طرحی سره چی که تاسو تروریستی مرکزونه او مهری ونیولی نو موږ هم حاضر یو هغه لیست چی ستاسو له لوری ارائه سوی دی، رسیدګی وکړو، یو ځل بیا هڅه کړی دی چی پاکستان د تروریزم په وړاندی پر مبارزی باندی وهڅوی؛ هغه هڅه چی ددی نه مخکی ډیر ځلی صورت نیولی دی؛ خو کوم نتیجه نه درلودی.
دا ځل هم کوم هیله نسته چی کوم خاص څه رامنځته سی او پاکستان په یو واقعی او صادقانه رفتار کی د افغانستان ترڅنګ د تروریزم سره بیله دی چی چیری او د څه په نامه فعالیت کوی، سخت جنګ ته داخل سی.
پاکستان هر وخت تروریزم ته دوه ګونی نظر او ابزاری نظر درلودلی دی. د اسلام آباد رژیم او هغه هیواد جاسوسی او نظامی دستګاوو په نظر، یواځی هغه ډلی تروریستان بلل کیږی چی جدی خطر د پاکستان امنیت او ثبات ته مخامخ زیان ورسوی؛ بیله هغه، تروریستان تر هغه چی د پاکستان د مقصدونو لپاره د افغانستان دولت او ملت په وړاندی جنګیږی، نه خطر ناک دی او نه هم د مبارزی او سرکوب وړ بلل کیږی.
د همدی لپاره هم دی چی د پوهانو په باور، د فهرستونو جنګ د افغانستان مطلوب نتیجی باندی به ختم نه سی.
https://avapress.com/vdcgz79qtak9wn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته