دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 131204
زابل:ديوې پراخي غونډې په ترڅ کي دافغانستان داسلامي جمهوري دولت او اسلامي حزب ترمنځ دسولي له تړون څخه ملاتړ وسو
د زابل ولايت د ولايتي شورامرستيال او غړو، د سولې شورا، علماوو شورا، مجاهدينو شورا، د قومونو د يووالي شورا مشرتابه او غړو، ځوانانو، مدني فعالانو، ژورنالېستانو او ګڼ شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو پکښي ګډون کړی وو.

نن د زابل ولايت د والي ښاغلي بسم الله افغانمل په مشرۍ د يوې پراخي غونډې په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او اسلامي حزب ترمنځ د سولي له تړون څخه ملاتړ وسو.

داغونډه چې د ښاروالۍ په تالار کې جوړه سوې وه، د زابل ولايت د ولايتي شورامرستيال او غړو، د سولې شورا، علماوو شورا، مجاهدينو شورا، د قومونو د يووالي شورا مشرتابه او غړو، ځوانانو، مدني فعالانو، ژورنالېستانو او ګڼ شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو پکښي ګډون کړی وو.
غونډه د کلام الله المجيد د مبارکو آيتونو په تلاوت او د ملي سرود په ږغولو سره پيل او ورپسې د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل پرانېستونکې وينا وکړه.
نوموړي د ښاغلي حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې د تړون لاسليکول د افغان حکومت له مهمو لاس ته راوړنو څخه و بلل او زياته يې کړه چې د دې تړون په لاسليکولو سره د افغانستان حکومت ثابته کړه چې سولې ته ژمن او د جګړې خاتمه غواړي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې پر ټولو هغه وسله والو ډلو چې له حکومت سره په مخالفت کې قرار لري، ږغ وکړ چې د سولې له بهير سره يوځای سي او نور په خپل ګران هېواد کې د مخالفت او بدبينۍ لړۍ ته د پای ټکی کښېږدي ځکه په جنګ او جګړه کې خير نسته.
د غونډې نورو ګډنوالو هم په خپل وار سره د سولې د تړون په ملاتړ خبرې وکړې او هيله يې څرګنده کړه چې د سولې په دې تړون سره به په هېواد کې سوله، ارامي او ثبات رامنځته سي.

د غونډې په پای کې د حزب اسلامي استازي ښاغلي معلم صديق خان هم خبرې وکړې او د سولې ياد تړون یې د افغانانو ترمنځ د ورورولۍ، سوکالۍ او پرمختګ تړون وباله.
نوموړي وويل چې نور ددې وخت را رسېدلی چې ټول مخالف وروڼه له مخالفت څخه لاس واخلي او له خپلو نورو هېوادوالو سره يو ځای د خپل هېواد او خلکو خدمت ته ملا وتړي.

د يادولو وړ ده چي له غونډي وروسته د زابل د والي سره يو ځای د غونډې يو شمېر ګډونوالو د سولي سمبول (سپينې کوترې) هم والوزولې او په دې توګه يې له ياد تړون څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

https://avapress.com/vdcgzq9qtak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې