دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 134003
اربعین او د یو لوی انسانی ټولنی ډیر ښه اداره کیدنه

عراق سږ کال هم د یو لوی انسانی ټولنی کوربه دی. د لاسته راوړنو په اساس، تقریبآ ۲۰ میلیونه کسه د نړی دهر ګوټ څخه د اربعین؛ د امام حسین (ع) څلویښتمه ورځ د شهادت په مراسمو کی د شرکت کولو لپاره، دیو فقیر، بی ثباته او جنګ وهلی هیواد لوری ته چی عراق نومیږی روان سوی دی.
دهر څه نه مخکی باید توجه ولرو چی د عراق ډیر پراخ برخی تقریبآ ۱۲ کاله کیږی چی د ناامنی شاهدان دی. دا ناامنیانی د داعش د ظهور وروسته او قومی او فرقه ای مشکلاتو وروسته د یو مداخله کوونکو رژیمو پواسطه لکه ترکیه، قطر او سعودی عربستان د خارجی هیوادو په ملاتړ سره پیدا سوی دی او یو لوی وحشت منځته راوړونکی ابعادیی منځته راوړی دی.
په دی حساب سره، سفر عراق ته هغه هم د میلیونونو کسانو په شتون، کولای سی د سفر کوونکو لپاره مالی او ځانی زیانونه په پی کی ولری؛ خو هغه کسان چی د اربعین په تاریخی حماسه کی سږ کال په عراق کی شرکت وکړ، هغه لومړی مصرف چی ددی سفر لپاره یی په نظر کی نیولی دی، د ځان څخه تیریدنه وو او دا بل ممتاز خصوصیت د اربعین دا د نورو انسانی ټولنو او یوځای کیدنو په وړاندی دی چی د مذهبی مراسمو لپاره ترسره کیږی، په حساب راځی.
په دا ترتیب، اربعین یواځی یو پیاده روی او شرکت کول د دینی عزاداری لپاره نه دی؛ بلکه د میلیونونو کسانو د قدرت نمایش او شور او اشتیاق او بی قراری او د هغوی عشق د شهادت لپاره د دین په لاره هم دی؛ څه، د شیعی په تفکر کی او د هغه پارادایم په اساس چی حسینی مکتب، هغه برنامه ریزی کوی او انسانانو ته آموزش ورکوی، حسین ته لبیک ویل د ځان څخه د تیریدنی او د یو لوی آسمانی او متعالی هدف لپاره د خپل سرمایی څخه د تیریدو بغیر بل معنی نه ورکوی.
دی ته په نه کتو سره چی د معمول معیارونو په اساس هم دداسی مراسمو جوړول په داسی ځای کی چی مدرن تسهیلات او زیرساختارونه نه لری لکه کربلا هغه هم د لسګونو میلیونونو کسانو په شتون، یو عجیب کار او د توجه وړ کار بلل کیږی.
دا حادثه په داسی شرایطو کی منځته راځی چی په دوو آخرو کلو کی، د نړی عمومی افکار بالخصوص د اسلام د نړی افکار، تریخ تجربه او حج او وقاف نکبت بار فاجعه او خونین حادثه د عرفاتو په میدان کی د لوی اختر په ورځ په سعودی عربستان کی په یاد لری. هغه حادثه چی د معلوماتو په اساس ۷۰۰۰ کسه قربانیان کړ.
سعودی حکام چی په تیر کال کی د حج په مراسمو کی د دوه میلیونو زائرو په شتون رامنځته سو د کربلا د داربعینو په وړاندی، ډیر کوچنی او محدود او د مدیریت وړ بلل کیږی، شکاره کوی چی حتی د هغه تریخ او خونین او وحشتناکه حادثی وروسته هم د اوضاع دمدیریت توان نه لری.
هغه عکس العمل چی د قربانیانو سره وسوه، هغه بی حرمتی چی د حجاجو د اجسادو سره وسوه چی په ځینی مواردو کی، جسدونه په اشغال دانیو کی ایښول سوی وو او د لوی موټرانو پواسطه چی د ساختمانونو لپاره استعمالیږی دی خواته او هغه خواته کیدی او یا د بی شمیرو حجاجو د جسدو ورکیدل او د سعدی رژیم ناتوانی د حجاجو د جسدو د پیژندلو لپاره ټوله ددی شکاره کوونکی وو چی سرمایه داره رژیم لکه سعودی چی کلونه کلونه کیږی د خدای تعالی د کور میلمه دی او پیړی کیږی چی د نفتی ذخیرو څخه برخمن دی او د حج د مناسکو د مدیریت لپاره او د مدرنو تسهیلاتو د جوړولو لپاره ځینی استفاده کولای سی، په یو اندازی سره هم د عراق د اقتصادی، سیاسی او امنیتی او اجتماعی وضعیت سره کفایت نه لری.
دا په داسی حال کی دی چی د شرکت کوونکو د شمیرو په اساس، دوه مراسم منا او کربلا اصولآ د مقایسی وړ نه دی: په منا کی حداکثر دوه میلیونه کسه شرکت درلودی؛ خو په کربلا کی لږترلږه ۲۰ میلیونه کسه شرکت درلودی!
په دی حساب سره، حتی که د منا د فاجعی په اړه هر انګیزه نادیده ونیسو، همدا مدیریت د سعودی رژیم او عراق دا ټول او هر څه واضح کوی.
دا د دعواکوونکی آل سعود رژیم لپاره، د سلهاوو کالو د حج د مراسمو د رامنځته کولو تجربی، لوی مالی او اقتصادی منابعو ته په لاس رسی سره، د لږ کسانو په شرکت کولو سره د حج به مناسکو کی نسبت د یو لوی انسانی ټولنی د یوځای کیدنی په وړاندی لکه حسینی اربعین او د امنیتی وضعیت ته په کتو سره او هغه هیواد ته په کتو سره چی د تروریزم په وړاندی جنګیږی، ډیر شرم راوړونکی دی چی د نړی په سترګو کی او بین المللی ټولنی له لید څخه، په یو ورځ ۷۰۰۰ کسان مرګ ته ورسوله؛ خو په عراق کی، ۲۰ میلیونه کسته ګډون کوی او هیڅ کوم حادثه منځته نه راځی.

https://avapress.com/vdcgzt9qwak9wz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته