دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 89750
په ترافیکي پېښه کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
تاند- د کابل- سالنګ په لویه لار نن سهار وختي په ویه ترافیکي پېښه کې ۲۵ تنه مړه او ژوبل شول.
د راپورونو له مخې د پروان ولایت چارواکي وايي چې پېښه سهار په شپږ بجې له یوه باري موټر سره د سپرلیو د موټر د ټکر په نتیجه کې رامنځته شوه.
د پروان ولایت چارواکو وویل چې دا پېښه په جبل السراج ولسوالۍ کې وشوه. د دوی په وینا په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
چارواکي د بېښې وجه د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
د افغانستان پر لویو لارو خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي او عموماً د موټر چلوونکو بې پامي او زیات سرعت یې عامل وي.
سالنګ له پلازمېنې کابل څخه د افغانستان د شمال بدخشان، کندوز، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ته یوازینۍ لار ده او عموماً د ژمي د وارو او راشو له کبله بندېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgzu97.ak9yn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته