د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
حکومت پرېکړه کړې ده تر څو په هېواد کې پېژندپاڼې د کتابچې په توګه وویشل، خو دا پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
په داسې حال کې چې افغانان د برښنايي تذکرو په تمه وو دولتي چارواکي وایي ډېر ژر به د کتابچهیې تذکرو د ویش کار پيل شي.
په همدې حال کې پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي دغه کار به د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي بده اغېزه ولري.
د افغانستان ټاکنو څار بنسټ غړی، حبیبالله شینواری وايي:«د پیسو دا لګښت بېځایه دی! او راتلونکو ټاکنو ته هم یو لوی زیان دی چې خلک به ناهیلي کړي، ځکه د الکترونکي پېژندپاڼو ویش د ټاکنو لپاره ډېر مهم دی.»
د الکترونیکي تذکرو د ویش د برخلیک د څرګندیدو په درشل کې، اوس حکومت غواړي چې کاغذي تذکرې په کتابچه ېې تذکرو بدلې کړي.
د اجرائیه رئیس ویاند، مجیب رحیمي څرګندوي:«د کتابچهيي پېژندپاڼو د ویشل په اړه ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته وړاندیز راغلی او دا د برېښنايي پېژندپاڼو له ویش سره کومه اړیکه نلري.»
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«یوازې مو ووغوښتل چې د تذکرو شکل بدل کړو تر څو جنایت کار یې جعلي جوړ نکړی شي.»
د حکومت لخوا د لسکونو ژمنو ترڅنګ، د الکترونیکي تذکرو ویش هم د ملي یوالي حکومت له مهمو ژمنو څخه وو، خو اوس چې د حکومت له عمره دوه کاله تیریږي لیدل کیږي چې ډیری دا ژمنې نه دي عملي شوي.