د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، دا لاریون کوونکی د هغه څه په وړاندی چی د بشر حقوق نقض د حکمتیار له لوری بلل کیږی، لاس په لاریون وهلی دی چی هرات د قاتلانو ځای نه دی.
لاریون کوونکی په داسی حال کی چی په لاسونو کی یی پلاکاردونه وو چی پر لیکل سوی وو چی د علم او کلتور ښار د فرهنګستیزانو ځای نه دی، حکمتیار د داخلی جنګ عامل دی، هرات ته باید د کابل قصاب رانه سی، ټینګار وکړ چی حکمتیار یو متعصب شخص دی او د هغه پرون خبری هم د خلګو خطاایستل دی.
شفیع آرین، ددی لاریون جوړونکی و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی حکمتیار تراوسه هم تند فکر لری او د خلګو ترمنځ تفرقه منځته راوړلو په لټه کی دی.
هغه وویل چی تراوسه هم دد سیاسی رقیبانو پاکونی سیاست د حکمتیار له لوری ترسره کیږی.
فاطمه جعفری یو خویندو څخه چی په دی لاریون کی ګډون کړی وو و افغان غږ خبری آژانس ته وویل، ګلبدین حکمتیار نه یواځی چی دلته د خلګو ترمنځ د سولی په لټه کی نه دی، بلکه غواړی په خپلو خبرو باندی خلګو ته فریب ورکړی.
له بل لوری لاریون کوونکی د دولت څخه غواړی چی دا شخص محاکمه میز باندی کښینوی او د ترسره سوی قتلونو په اړه چی ترسره کړی دی، د ملت په وړاندی ځواب ویونکی وی.
دا په داسی حال کی چی تیره ورځ ګلبدین حکمتیار د خپل هوادارانو په منځ کی ودریدل او وویل چی تعصب یو حرام کار ددی. هغه ټینګار وکړ چی دملت او سیاسی ډلو ترمنځ د خنډ رامنځته کولو په لټه کی نه دی.
هغه همدارنګه وویل چی جاری جنګ په هیواد کی د خارجی ځواکونو په ډیریدو سره پای ته نه رسیږی او باید افغانان ددی جنګ پای ته رسولو لپاره هڅه وکړی.