دمصرحکومت په لیبیا کښې د یاغیانو په مورچو هوايي حملو کښې نیغ په نیغه لاس لرل رد کړل .
زمونږ خبریال وايي د مصر خارجه وزیر سامح شکري وویل مصر په لیبیا کښې له پوځي عملیاتو سره هیڅ مستقیم ارتباط نلري خو دمصر وسله وال ځواکونه د روزنې په زمینه کښې مرسته کوي .
خو د امریکا حکومت ویلي دي چې دمتحده عربي اماراتو او مصر جنګي الوتکو په لیبیا کښې د یاغیانو په مورچو سختې بمبارې کړي دي .
دلیبیا یاغیانو هم چې تیره اونۍ ورباندې بمبارې وشوې وویل متحده عربي اماراتو او مصر دغه بمباریانې کړي دي .
د ویلوده چې په لیبیا کښې مختلف هیوادونه لکه امریکا، انګلستان، متحده عربي امارات، قطر ، سعودي عربستان وغیره له مختلفو ډلو سره مرستې کوي او په دوې کښې هر هیواد په مختلفو سیمو او ډلو کښې نفوذ لري او همدغه هیوادونه د لیبیا دتباهۍ او بربادۍ سبب شوي دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)