دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۲۷
د مطلب کود : 136660
يو شمېر دولتي کسان مخالفينو ته کار کوي
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي چې په هېواد کې د بحران اصلي لامل، هغه کسان دي چې په نظام کې د ننه د وسله والو مخالفینو ګټو ته کار کوي. دوی وايي چې په نظام کې د پنځمې ستنې یادونه کېږي، خو معلومه نه ده چې دا کسان څوک دي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : د مشرانو جرګې ريیس وايي چې د سولې عالي شورا مرستیال د حکومت له دسترخوان څخه وسله والو طالبانو ته د سولې پرښتو خطاب کوي. دی وايي چې د سولې عالي شورا دغه مرستیال باید محکمې ته معرفي شي.

په دې وروستیو کې د دولت له پتې له وسله والو مخالفینو سره د خواخوږۍ اوازونه پورته کېږي. د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې په هېواد کې ځکه بحران ته لاره اواره شوې چې په حکومت کې د ننه د وسله والو مخالفینو له پاره کار کېږي. دوی د سولې د عالي شورا د مرستیال وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل چې په نظام کې د ننه خاین کسان باید محکمه شي.

سناتور گلالۍ اکبري وايي: ” د عبدالحکيم مجاهد وروستۍ خبرې چې طالبان يې د نجات پرښتې بللې وې د اندېښنې وړ خبره ده، دا پرښتې هره ورځ د بې ګناه هېوادوالو وينې تويوي، نو له ولسشمر غواړو چې دا ډول کسان تر تعقيب لاندې ونيسي.”

سناتور شېرمحمد آخند زاده وايي: ” هغه کسان چې د سولې په عالي شورا کې دي او د طالبانو جګړه سپېڅلې بولي، وروڼه او زامن يې ډلې لري او د طالبانو مشران دي، دا کوم عدالت دی چې دولت داسې کسانو ته څوکۍ ورکوي.”

یو شمېر سناتوران بیا وايي چې د سولې عالي شورا هېڅ لاسته راوړنه نه لري او باید چې له منځه یوړل شي.

سناتوره رڼا ترین وايي: ” مخالفين د خلکو له وژلو خوند اخلي او هېڅ کله هم سوله نه مني، د سولې د شورا پيسې دې په نظامي برخه کې ولګول شي او د سولې کتاب دې نور وتړل شي.”

د مشرانو جرګې ريیس وايي، وسله والو طالبانو ته د سولې د پرښتو خطاب، لویه ګناه ده او په حکومت غږ کوي چې د سولې د عالي شورا مرستیال باید محکمې ته معرفي شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادی مسلمیار وايي: “زه حيران يم چې د دولت له دسترخوان څخه داسې يو غږ پورته شو چې د ملت قاتلينو ته يې د نجات د پرښتو خطاب وکړ، نو په هغه هېواد کې چې محکمه او نظم نه وي، همداسې به کېږي او حکومت ته شرم دی، دا کس بايد ژر تر ژره محاکمه کړل شي.”

په ټوله کې سناتوران وايي چې حکومت کمزوری سیاست لري او نه شي کولای هېواد کې سوله ټينګه کړي.
https://avapress.com/vdch--nzv23nx-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته