دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۱:۴۰
د مطلب کود : 138262
په ننګرهار کې له داعش سره په نښته کې۲۰ داعشیان او ۱۷ سرتېري وژل شوي
د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش ترمنځ په خونړیو نښتو کې شل داعشیان او اووه لس افغان سرتېري وژل شوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، هسکه مېنه د دیورند پرکرښه یوه هغه ولسوالۍ ده، چې داعش وسلوالو په کې خوندي مرکزونه جوړ کړي او له همدې ځایه پر افغان حکومت بریدونه څاري.
د ولسمشر په امر دغلته په پیل شویو عملیاتو کې لسګونه کلي له داعش نیول شوي؛ خو له دوه ورځو راهیسې په پاپين سیمه کې جګړه روانه ده.
د ننګرهار ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري په ډاګه کړې، چې د تېرې شپې په نښتو کې د داعش شل وسلوال او اووه لس افغان سرتېري وژل شوي دي.
د ننګرهاروالي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائیدوي، چې تېره شپه داعش وسلوالو په هسکه مېنه کې د سرتېرو پر عملیاتي پوستو ډله ییز برید کړی او افغان ځواکونو ته یې تلفات اړولي؛ خو د شمېر په اړه یې کره معالومات نه لري.
د هسکې مېنې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینۍ ویلي، چې د تېرې شپې په بریدونو کې اووه لس د ملي اردو سرتېري وژل شوي او اوه نورټپيان دي.
دا سرچینه زیاتوي؛ شل داعشیان وژل شوي او پېنځلس نور ټپيان دي. له دې سره سره په هسکه مېنه کې د سرتېرو هوډ لوړ دی او تر وروستۍ سلګۍ پورې به وجنګیږي.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې د نښتو له امله په سیمه کې یو ښوونځي او یو روغتون هم ویجاړ شوي. د ځايي اوسیدونکیو پرځینو کورنو اورلګیدلی او سلګونه کسان له خپلو کورنو څخه د تن په جامو کې وتلي دي.
ځايي خلک د عملیاتو ملاتړي دي او وايي، په نیول شویو سیمو کې دې پوستې ځای پرځای شي. چارواکي وايي، د عملیاتو له پيله تراوسه په کوټ او هسکه مېنه کې پېنځلس کلي له داعش نیول شوي او له درېرش ډېرجنګیالي وژل شوي.
د دوی په وینا؛ هلته، چې داعش مقاومت کوي هوايي بریدونه هم پرې کیږي او سرتېري د مخکې تګ په حال کې دي.
داعش په یادو دواړو ولسوالیو کې یو شمېرښوونځي او روغتونه د خلکو پرمخ تړلي او د هغوی کورونه په جګړه د سپر په توګه کاروي، چې له همدې امله عملیات ورو پرمخ ځي.
https://avapress.com/vdch-6nzi23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته