امنیتي ځواکونو د «قهرمیوند» عملیاتو په څلورمه په دوو جلاـ جلا هوايي عملیاتو کې د یو طالب قومندان په ګډون ۲۱ تنه وسلوال مخالفین وژلي دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند والي د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په پایله کې ۲۱ طالب وسلهوال د دوی یوه قومندان په ګډون وژل شوي دي.
سرچنیوزیاتیوي. چې یاد وسلهوالو د میوند قهر پوځي عملیاتو کې چې تېره اوونۍ پیل شوي وو، وژل شوي او افغان ځواکونو دوه کیلومټره د بولان سیمې پر لور پرمختګ کړی دی.
په خبرپانه کي راغلی دي، دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې وسلهوالو په دې وروستیو کې د لښکرګاه پر ښارخپل بریدونه زیات کړي.
سرچنیوزیاتیوی، په همدې حال کې ځمکني ځواکونه هم په عملیاتو بوخت دي، چې له تیرې شپې راهیسې یې له بولان څخه بشران طرف ته دوه کیلومتره سیمه له دښمن څخه پاکه کړې ده.