دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 134563
دولتي ځواکونه له دې وروسته باید یرغلي حالت ولري
ولسمشر غني په شمال کې د ملي پوځ سرتېرو ته لارښونه کړي چې له دې وروسته د ترهګرو په ځپلو کې له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر گزاری له مخی:نوموړي په بلخ کي د ۲۰۹ شاهین قول اوردو له سرتېرو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې باید د ملي پوځ سرتېرې په شمال کې د ترهګرو جنګي ماشینونه له منځه یوسي. ولسمشر د ملي پوځ سرتېرو ته په خطاب کې وویل باید هغه کار وکړي چې ترهګر په راتلونکي پسرلي کې د وران کاریو توان ونه‎لري. ښاغلي غني وویل:«د دښمن طرحه دا ده یوه با ثباته جزیره ناامنه کړي او زموږ واضح اراده دا ده چې هغوی ته دا اجازه نه ورکوو.» بلخ ولایت ته د ولسمشر د سفر موخه،په مزار شریف ښار کې د المان پر کونسلګرۍ د برید له قربانیانو سره خواخوږي او د بلخ د عمومي اوضاع څېړل بلل شوي دي. عطا محمد نور چې په دوه وروستیو کلونو کې د مرکزي حکومت د خوښې پر خلاف دوه کاله سرپرست پاتې شوی،له ولسمشر څخه تود هرکلی وکړ او له هغه یې ځینې غوښتنې هم وکړې. د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور څرګنده کړه:«د چټګ غبرګون په قطعه کې زیاتوالی،چې دا د کړنې په چټکتیا کې ډېر ګټور دی،لکه څرنګه چې زموږ د پولیسو ځانګړې قطعه د ځواکونو زیاتوالي ته اړتیا لري.» د هېواد په شمال کې د ملي پوځ قومندان جنرال مهمند کټوازي،ولسمشر ته ژمنه وکړه چې دولتي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع او خلکو ته د خدمت لپاره تر مرګه چمتو دي. ښاغلي کټوازي زیاته کړه:«د ملي پوځ ځواکونه له هېواده د دفاع لپاره چمتو دي او د خلکو د امنیت ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هڅه کوي.» له بلخوا ولسمشر هم د ملي پوځ ځواکونو ته ژمنه ورکړه چې د دولتي ځواکونو او همدارنګه د هغو سرتېرو او افسرانو د کورینو ستونزو ته به رسېدنه وکړي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې وژل شوی دي او د خپل په کاري لومړیتوب کې به یې راولي.
https://avapress.com/vdch-knzx23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته