دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 117166
اردوغان: پرسوریې د روسیې هوايي حملې موږ ته د منلو وړ نه دي
اردوغان دا څرګندونې د هغو بمباریو په غبرګون کې وکړې چې مسکو یې د سوریې د حکومت ضد یاغیانو پرضد عملیات بولي.

اردوغان وویل چې روسیه په دې حملو سره ځان منزوي کوي:

((د روسیې وروستي اقدامات او په سوریه کې هوايي حملې ترکیې ته په هرصورت د منلو وړ نه دي. ما خپل دریځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین ته دوه ځلې یوځل مسکو ته د سفر پرمهال او بل ځل څو ورځې مخکې کله چې ما پر ټلیفون خبرې ورسره وکړې؛ څرګند کړ.

روسیه لویه سهو کوي او دا سهو ښايي په سیمه کې د روسیې د منزوي کېدو خواته یو ګام وي.))

اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر بشاراسد ویلي؛ د سوریې، روسیې او د دوی د متحدانو پوځي عملیات د منځني ختیځ د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره حیاتي اهمیت لري.

اسد پرون د ایران له یو ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې د روسیې، سوریې، عراق او ایران یووالی باید بریالی شي؛ کنه د ده په وینا، ټوله سیمه به ویجاړه شي.

د تېرې چارشنبې په ورځ په سوریه کې د روسیې د هوايي حملو له پیل راهیسې دا د ولسمشر اسد لومړی ځل څرګندونې دي. تر تېرې شپې پورې هم دا عملیات روان وو.

د روسیې دفاع وزارت پرون د داعش پر لسو مرکزونو د بمباریو خبر ورکړ او ویې ویل چې د انتحاري واسکټونو د جوړولو یو مرکز او د تروریستانو د روزنې یو کمپ هم له مینځه یووړل شول.

د روسیې دفاع وزارت همداراز زیاته کړه چې د بمباریو له پیل سره د داعش اکمالاتي لارې بندې شوي او دا ډله سخته زیانمنه شوې ده.

خو د سوریې د رژیم مخالف فعالان وايي چې د روسیې په هوايي حملو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي. په حلب ښار کې د اسد د رژیم ضد فعال عبدالله ابوسمیر په دې اړه وايي:

((داعش نه بلکې ملکي ساحې د روسیې د هوايي حملو له پیله په نښه شوې دي. دوی شمالي سیمې بمبارد کړې چې د داعش وسله وال هلته هېڅ نشته؛ مثلاً د حما ښار په شمال، ادلېب او ساحلي غرونو کې چې د داعش یو وسله وال هم نشته. دا د ملکي وګړو او د آزادې سوریې د پوځ تر ادارې لاندې امن سیمې وې.))

لویدیځ او د سوریې د رژیم مخالف اپوزیسیون وايي چې د روسیې د هوايي حملو هدف د بشاراسد د رژیم ملاتړ دی او په ترڅ کې یې د اسد مخالف وسله وال هم په نښه کېږي. خو مسکو دا ادعا ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-qnz-23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته