دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 120865
د دهشت او قساوت له منځه د وحدت داونۍ تېرېدل
په اسلامي هېوادونوباندې د افسوسناکې اودردوونکې اوضاع حاکمېدل، دهرمئن اومسلمان انسان ذهن، فکر، روح اوزره په درد راولي. داوروستي کلنونه کولای شوچې داسلامي امت د ژوند بدترین کلونه په ټوله نړۍ کې په نښه کړواوله دې کلونوڅخه په ځينواسلامي هېوادونوکې دسترواوطاقت سوزوونکو فاجعویادونه وکړواونومـ يې واخلو.

په ډېرډېرتاسف سره باید وویل شي، هغه امت چې فرقې اومذهب يې یوله بل سره خورا دېردیني اوفرهنګي مشترکات لري اولږه، په دېرودیني اصولواو اساساتوکې یوله بل سره مشترک، همـ لوري اویوډول دي، خوېدې وروستیو کلونوکې، دجهالت اولږې پوهې دحاکمیت په دلیل، ددوئ په خپل منځ کې له یوې خوا اوهمـ داستعماري اواستثمارګرودولتونو اوقدرتونو دخالت له بلې خوا، له یواوبل څخه خورا ډېره فاصله نیولې اویودبل په مقابل کې يې، په یوبل باندې دواهې اوبې بنسټه تورونو په پورې کولو سره، په اسلامي ټولنوکې دوینو رود خانې بهولې دي.

داسې ښکاري چې څولاملونو اوعواملو، یو بل ته لاس ورکړی اوموجب شوي څواسلامي ټولنې، له افسوسناک اودردناک تیتوالي اوشلبدلوسره مخامخ شي. لدې عواملوڅخه یو، په اسلامي هېوادوکې، دموجودومذهبونو په نسبت مفرط جهل اوناپوهي او دبېلابېلو مذهبونو او فرقو درښتینو پېروانو واقعي عقاید اوباورونه دي.

مزمنه اوریشه داره ناپوهي، دډېرومسلمانانو په دننه کې، ددې لامل شوې څوپه یوخاص اوځانګړي توهمـ سره، له ځان اوخپلوانو پرته، پاتې نور مسلمانان برحق نه ګڼي، حتاکله کله په ځينو مواردوکې، دنورومذهبونو پېروان، په کفراوشرک تورنوي اودا په هغه صورت کې دی چې دخپلې فرقي داعتقاد اتواوباورونه له الفباسره حتا اجمالي آشنايي اوپېژند ګلوي همـ نه لري. داخولاڅه کوې چې دقیقو اوهراړخیزواطلاعاتو اومعلوماتولرل دهغو په باره کې!

داسې ښکاري چې دمشکل اصل اواساس همـ له همدغه جهل څخه چې له تعصب سره مل دی، ناشي کېږي، ځکه چې دادواړه ددې مانع کېږي چې جاهل مسلمان انسان، خپل کمي اوزیاتي ته تن وړکړي اوخپل ذهن او فکراړکړي څودموجودومذهبونو په باره کې، په تتبع اوتحقیق سره، داسلامـ په انسان ساز اوجهاد سازپویا آئين پېل وکړي اوسره له ناسره څخه بېل کړي اوپه معروف قول سره ټول په یوه لرګې، غه همـ دکفراوشرک په لرکي ونه شړي.

په هرحال، سره لدې چې څو دېرش کاله د« وحدت» داونۍ له عمر اودمسلمانانو دهمګرايي اوهمپذیري له شعارڅخه تېريزي اوددې درې لسیزو په کارکې يې، داسلامي امت دیووالي اوهمدلي په برخه کې، ښه بهره اوښه ثمره همـ لرلې اوتوانېدلي ترډېره حده پورې يې ويښ اوزړه سواند ذهنونه، په اسلامي ټولنوکې، یوه لوري ته، چې داهماغه دمسلمانانودیووالي اوهمبستګۍ اړتیاده، متمرکزکړي، خو په اسلامي هېوادونوکې جاري منفي اوفاجعه زېږوونکي غوراوي، په وروستیوکلونوکې، د یوبل بې رحمانه وژنواویودبل دښځواوماشومانوبندیانول اوترټولوبدترداچې مسلمان مسلمان ته دکافر اومشرک ویل اودحېواناتوپه څېریودبل دځوانانو اوماشومانو دحېواناتوپه څېرحلالول اوداسې نور، ډېرسخت زېړتیوب اوځناورتوب، چې قلمـ دهغو له بیانولوڅخه شرمېږي اواسلامـ له ټولو زده کړو سره سره، له هغوڅخه بېزاري غواړي، داټول، داسلامي امت، دیووالي غوښتنې شعار، له کلواو جدي پوښتنو سره مخامه کړي دي.

دلته دی چې دوه یمـ علت اوناهنجاري، اړخ څرګندوي اوقد لوړوي اوهغه، نه ناپوهي اونه جهالت چې په ظاهردمسلمانو دولتونو، دځېنومشرانوبده موخه اوبدنیت نمایش ته وړاندې کوي.

واقعیت دادی چې په سیمه اونړۍ کې، دلوېديځ په استعماري قدرتونو پورې دتړلودولتونو دځینوشتون، دېوال دی محکمـ اواوسپنيز؛ داسلامي امت ترمنځ، دهردول یووالي اویوزه توب په مقابل بل کې.

په متمادي پېړیواوکلونوکې، تجربوښودلي چې ځیني شاهي اوسلطنتي دولتونه چې ریشه اونسب يې دمنځینو پېړیوجهل، تبعیض اوتعصب ته رسېږي، سره لدې چې دهغوئ دحکومتي طریقې دلګښت اومصرف تاریخ همـ تېرشوی او د تاریخ بېخ اوخاکدان ته رسېدلی دی، خوهمدغه دکتاتور اومستبد حکومتونه او دولتونه، دخپل ظالمانه اوغېرانساني نظامـ ددوامـ اوبقاء په دلیل، ټول عمردنفاق اوتفرقې شپېلۍ پوکړې اوپه خپلې ټولې توښې، توان، انرژي او امکاناتو، یوله بل څخه دمسلمانانودلېرې ساتلوهڅه کوي.

دغه مسلمان دولتونه دهغه فکري اوعملي نژدېوالي په دلیل چې په ښکاره ډول يې له مسیحې اویهودي دولتونوسره لري، لاس يې دهغو په لاس کې ایښی اودخپلواستعماري اوغېر انساني موخودپرمخ بیولولپاره حاضردي چې دبشریت، په تېره بیا دبې دفاع مسلمانانو پرضد، په هرجنایت اوقساوت لاس پورې کړي.



دغه په ظاهرمسلمان اوزړه سواند اسلامي امت، ډېرښه پوهېږي چې دمسلمان امت یووالی، دهغوئ اودهغوئ دبې بند وباروکورنیو ددوامد اراغاتوب اوعیاشیو لپاره کومـ ځای نه پرېږدي.هغوئ پوهېږي چې که اسلامي امت سره متحد اویوزړی شي، هغوئ اودهغوئ بې ارزتې کورنۍ باید له ښکلو او مجللوحراموماڼیوڅخه اجلال دنزول وکړي اودمسلمانانودټول بیت المال دحیف ومیل کولوپه مقابل کې ځواب ویونکي واوسي!!

هغوئ پوهېږي چې دوحدت اوهمزړي توب سرمنزل ته دمسلمانانوپه رسېدلو سره، ټول په خاوروکینا ستلوته اړکېږي اونورېې لاس، په هېڅ دستګیرکې نه بندېږي اوباید له تبعید، فلاکت اودربدري سره مخ شي، اوداهمـ کېداي شي چې زندان اومرګ همـ ومني.

لوېدیځ استعمارهمـ دخاینوعربي دولتونو دخوب کولورګ موندلی اوپه هغوئ يې منلي چې بقا اودوامـ يې دلوېدیځ دواکمنۍ په منلوپورې تړلي، له یوې خوا اوپه اړوند هېوادونوکې دیووالي اوعدالت غوښتنې دهرډول افغان غږ خبری آژانسزاوفریاد ټکول، دهغوئ په واکمنۍ پورې مربوط دي، نوځکه هودوئ یعنې دعربو خاین اوبې خاصیته مشران همـ دنکیت اوذلت په همدې دوه فکتورونو په خپل ټول توان، قوت اوانرژي سره هڅه کوي چې داسلامي امت دیووالي اوملګرتیا په مقابل کې و درېږي اونه پرېږدي څومسلمانان دیووالي، همفکرۍ اوهمدلۍ دلويې امپراطورۍ په جوړښټ سره، لوی قدرت شي اودځکې په هرځای کې، دهرمسلمان له حق څخه دفاع وکړي اوهرزورګوی، دکتاتوراو مستبدپه خپل ځای کښېنوي!!!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnzm23ni6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته