دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 150367
امریکا د پاکستان له مخالفت سره سره د افغانستان په اړه له هند سره خبرې کوي

د راپورنو له مخې، ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جیمز مټیس د افغانستان په اړه د هند له چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان په وینا، ښاغلي مټیس د دوشنبې په ورځ ناوخته د هند پلازمینې نوې دهلي ته رسېږي.

د هندي د رسنیو د راپورنو پر بنسټ، په پام کې ده چې ښاغلي مټیس د هندي له چارواکو سره د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د هند د نفوذ د زیاتیدو په اړه اندیښنې ښودلې وه.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي تیره اونی په نیو یارک کې وویل، چې اسلام اباد تمه لري چې په افغانستان کې د هند سیاسي او نظامي نفوذ صفر ته راټیټه شي.

خو واشنګټن غواړي چې نوې دهلي د افغانستان د بیارغونې په چاو کې ښکیل پاتې شي.

د امریکامتحده ایالاتوو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې ستراتیژي اعلان کړه او پر هند حکومت غږ وکړ ترڅو له افغانستان سره خپل مرستې چټکې او ډیرې کړي.

خو ښاغلي ټرمپ پر پاکستان سخته نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnzq23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته