دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 100867
جمهور رئیس احمدزی: په راتلونکو پنځو کلونوکې د کورنیو بې ځایه شویوکلمه باید د افغانستان له ملي قاموس څخه لرې شي
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست جماهیر انوري او د دغه وزارت اداري پلاوی خپل حضورته ومانه.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، جماهیر انوري د مهاجرینو چارو وزارت له جوړېدو څخه تر دې مهاله پورې په دغه وزارت کې د ترسره شویو کارونو، لاس ته راوړنو، نویو پلانونو او په چاروکې د موجودو ستونزو، په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د حالت په باب جمهور رئیس ته په مفصل ډول معلومات ورکړل.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست وویل چې په تېرو ۱۳ کلونوکې څلور اعشاریه اوه میلیونه افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي خو لا اوس هم ۵،۷ میلیونه افغان کډوال په بېلابېلو بهرنیو هېوادونوکې د کډوالۍ ژوند تیروي .
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د کډوالو چارو وزارت د سرپرست جماهیر انوري د رپوټ له اورېدو وروسته وویل: په راتلونکو پنځو کلونوکې باید د کورنیو بې ځایه شویو کلمه د افغانستان له ملي قاموس څخه لرې شي.
جمهور رئیس احمدزي ټینګار وکړ چې په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل لپاره دې په بنیادي او ریښه یې ډول رسیده ګي وشي.
جمهور رئیس احمدزي د افغان کډوالو ستونزه یوه ملي مسله وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دغې مسلې سره باید په ملي کچه چلند وشي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چي په را روان ژمي کې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستې رسولو پروګرام ترلاس لاندې لري او په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر په شمول ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د یو واحد پلان له مخې د ژمې له را رسېدو وړاندې هغوی ته خپلې مرستې و رسوي.
په دغه کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بې بې ګل هم ګډون کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vnzq23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته