دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 126382
ولسمشر د ټوټاپ پروژې اجرايي او تدارکاتي لړۍ وځنډوله
د ټوټاپ پروژې په تړاو ټول اسناد نن ملي شورا ته استوو، ملي شورا د څارنې صلاحیت لري، چې ټول اسناد وګوري، ترڅو ګام په ګام واضح شي(ولسمشرۍ ماڼۍ)

له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا مسیر د مارشال فهیم په لاسلیک ټاکل شوی دی(ولسمشر د ملي شورا له غړو سره په ليدنه كې)

د ټوټاپ پروژې په تړاو ټول اسناد نن ملي شورا ته استوو، ملي شورا د څارنې صلاحیت لري، چې ټول اسناد وګوري، ترڅو ګام په ګام واضح شي(ولسمشرۍ ماڼۍ)

ټوټاپ پروژه دې له اصلي مسیره تېره شي، خو په مقابل کې يې له حکومته غواړو، چې بامیانو ته برېښنا ورکړي(عبدالروف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار)

اعتراض کوونکي باید د مظاهرې ټول اصول په پام کې ونیسي، که مظاهره چیان له لارښوونو سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي (ګارنیزیون)

ولسمشر محمد اشرف غني د يوه حکم په ترڅ کې د ټوټاپ برېښنايي پروژې د څېړني ملي کمېسيون غړو د اعلان ترڅنګ، د يادې پروژې اجرايي او تدارکاتي لړۍ ځنډولې ده.

په ياد شپږ ماده يي حکم کې، چې يوه نسخه يې پژواک هم ترلاسه کړې، راغلي چې د افغانستان د برېښنا شل کلن ماسټرپلان اړونده ټول مدارک او شواهد دې چې پکې د دولتي، خصوصي سکټور چې د فيشنر شرکت او اړونده نړيوالو بنسټونو سندونه هم شامل دي؛ وڅېړل شي.د حکم په بله برخه کې راغلي، چې دغه کمېسيون به د هېواد ملي ګټو ته په پام سره د لسو ورځو په موده کې خپلې ټولې موندنې او د ستونزو د حل په موخه ځانګړي وړانديزونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

د ياد حکم په درېيمه ماده کې راغلي، چې په پروژې پورې اړونده اجرايي او تدارکاتي لړۍ به د ياد کمېسيون تر پايلو پورې ځنډېدلې وي او د يادې ٥٠٠ کيلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې اجراات او پکې اړين تعديلات به د موندنو او د ياد کمېسيون د وړانديزونو په رڼا کې ترسره کېږي.

د ولسشمرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ، د ياد کمېسيون رياست د ډاکټر محمد همايون پر غاړه دى.

برنا کريمي، فيض الله ذکي، عبدالقيوم سجادي، اسدالله سعادتي، احمد بهزاد، انجنير محمد ناصر احمدي، حاجي الماس زاهد، حسيب الله کليمزى، استاد محمد اکبري، سيد سعادت منصور نادري، عبدالستار مراد او حضرت عمر زاخېلوال د دغه کمېسيون غړيتوب لري.

په همدې حال كې ولسمشر غني پرون د ملي شورا له غړو سره په یوه غونډه کې ويلي، چې له ترکمنستان څخه د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا پروژې ته د پخواني حکومت د کابینې د غړي اسماعیل خان په وړاندیز او د ولسمشر د پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په لاسلیک د سالنګ مسیر ټاکل شوی دی. ولسمشر د ملي شورا غړو ته  ډاډ ورکړى او زياته كړې ده، چې د دې پروژې ټول اسناد به ملي شورا ته سپارل کېږي، ځكه د ده په وينا د څارنې صلاحیت لري، ټول اسناد دې وګوري، ترڅو ګام په ګام واضح شي چې چا، څه وخت او د کومو دلایلو په اساس کومه پرېکړه کړې ده.

ولسمشر وايي، د پخواني پلان په اساس بامیانو ته په ۲۰۲۲ کال کې برېښنا ورکول کېده، مګر حکومت د سالنګ له لارې د برېښنا له انتقال سره هممهاله بامیانو ته د زیاتې او مطمينې برېښنا وېش تامینوي. په دې ناسته کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو او غړو د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمېسیون د جوړولو د طرحې هرکلی وکړ. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسان عبدالروف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار وایي، چې دوى د ټوټاپ پروژې له اصلي مسیره تېرېدل غواړي، خو په مقابل کې يې له حکومته غواړي، چې بامیانو ته برېښنا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن په کابل کې له ترکمنستانه د برېښنا پروژې د انتقال د مسیر د بدلون په غبرګون کې، چې حکومت ورته د سالنګ لاره ټاکلې، مظاهره وشي.

بل لور ته په کابل کې د ګارنیزیون عمومي قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو له خوا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د برېښنا د انتقال د پروژې په اړه اعتراض کوونکي باید د مظاهرې ټول اصول په پام کې ونیسي. د ګارنیزیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، که مظاهره چیان له لارښوونو سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.


https://avapress.com/vdch6-nzi23nixd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته