دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 116185
۷ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې د تخار، کندز، سرپل، جوزجان، کندهار، زابل، ارزګان، لوګر، غزنی، خوست، هرات او هلمند ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۷ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان او دوه تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول.


په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.


یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د ځایی خلکو ته د خوندي امنیت د ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.


د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او ګړندې توب ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه ډاډمنه زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سرښندونو څخه ډډه ونه کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6-nzm23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته