دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 90218
دپاکستان جنګي الوتکو دطالبانو په پټنځایونو حملې وکړې .
دپاکستان جنګي الوتکو دطالبانو په پټنځایونو حملې وکړې .
زمونږ خبریال وايي دپاکستان چارواکو وویل چې ددغه هیواد جنګي الوتکو نن په خیبر قبایلي سیمه کښې چې دطالبانو ، القاعده او دلشکر اسلام دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی دطالبانو په پټنځایونو حملې وکړې چې له کبله یې درویشت (۲۳) شکمن ترهګر ووژل شول او یو شمیر نور ژوبل شول .
دپاکستان دجنګې الوتکو په حملو کښې دطالبانو ډلې نهه مرکزونه هم تباه شول .
دا د تیرې مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه دپاکستان دطالبانو ‎ ډلې لخوا د اووربند له اعلانیدا وروسته د دغه ډلې په مرکزونو دپوځ لومړنۍ حمله ده چې تر سره کیږي .
دپاکستان یوه (۱) امنیتي چارواکي وویل جنګي الوتکو په خیبر قبایلي سیمه کښې په هغو ترهګرو حمله وکړه چې په اسلام اباد کښې په سبزې منډۍ او چارسدې کښې په بم چاودنو کښې لاس لري .
دپاکستان عسکرو دتر هګرو پرضد توپونه هم استعمال کړل .
دپاکستان طالبانو ډلې چې تراوسه یې په دغه هیواد کښې په سلګونو بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو کسان وژلي دي تیره اونۍ د اووبند ختمیدل اعلان کړل او ویې ویل چې له حکومت سره دصلحې په خبرو کښې لږ شان پرمختګ شوی دی .
دپاکستان د طالبانو ډلې لخوا د اووربند دختمیدا له اعلان وروسته ددغه ډلې په څو حملو کښې ګڼ شمیر کسان چې پولیس هم پکښې شامل دي وژل شوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6inw.23nvzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته