د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په ”مونیخ امنیتي کنفرانس“ کې د ګډون په موخه د المان مونیخ ښار ته ولاړ.
په پام کې ده چې جمهور رئیس غني په دې دوه ورځني سفر کې په ”مونیخ امنیتي کنفرانس“ کې د ګډون پرمهال د افغانستان د امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړي او پر دې سربېره د ګډون کوونکو هېوادونو د یو شمېر مشرانو سره کتنې ولري.
په دې کنفرانس کې د نړۍ یو شمېر سیاسي رهبران او د نړیوالو سازمانونو مسوولین هم ګډون کوي او په مهمو نړیوالو مسایلو په ځانګړي ډول له ترهګري سره د مبارزې، د کډوالۍ ناورین ، سیمه ییز ثبات، د ناټو راتلونکي او اقلیمي امنیت په هکله به بحث وکړي.
د هېواد جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د جمهور رئیس ستر سلاکار محمد همایون قیومي ملتیا کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)